The news is by your side.

د ننګرهار اتمې ناحيې سړک برخليک دې مالوم شي

په ننګرهار کې د دامان اتمې ناحيې اړوند سړک چې د بهسودو له پله پيلېږي او د اتمې ناحيې له منځه تېر، د کونړ-جلال اباد له عمومي سړک سره نښلي، د بيا رغونې چارې يې په تېر نظام کې پيل شوې وې، خو د ا.ا له راتګ وروسته يې چارې په ټپه ولاړې دي چې ځايي خلک يې رغونې چارو د بيا پيليدو غوښتنه کوي.
ياد سړک چې شاوخوا يوولس کيلومتره اوږدوالی او څلوېښت متره پراخوالی لري، د خلکو په وينا کارونه يې نيمه کې پاتې دي او ګرد و غبار، په ويالو کې د اوبو بندښت يې ځايي اوسېدونکو ته د ډول ډول ناروغيو سبب کېږي او د دوی پر روغتيا او ژوند يې منفي اغېز کړی دی.
حليم الله چې د دامان اتمې ناحيې اوسېدونکی دی، وايي: د اسلامي امارت په راتګ سره ګڼ رغنيز کارونه پيل او بشپړ شول، خو د دامان سړک ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، له حکومت څخه غواړو چې د دې سړک د رغولو چارې هم پيل کړي.
ځايي اوسېدونکي وايي چې د سړک د نه رغېدا له امله د سېلابونو اوبه پر کورونو راځي او څو واره يې د دوی کورونو او دوکانونو ته مالي زيانونه واړول، دوی وايي چې د سېلابونو پر مهال د ناحيې او ښاروالۍ کارکوونکي هم د مرستې لپاره راغلي و او هر څه يې له نږدې وليدل، هغه مهال مو هم ترې د دې سړک د بندو چارو د بيا پيل غوښتنه وکړه، خو هېڅ مثبت ځواب يې نه دی موندلی
اوسېدونکي وايي چې د دامان سړک نه يوازې دا چې د دې سيمې اوسېدونکو لپاره ګټور دی، بلکې د کونړ جلال اباد مسافر وړونکو موټرو لپاره هم ډېر ګټور دی، هم لنډ دی او هم له بهسودو پله څخه تر کامې دوه سرکې پورې د موټرو د زيات بېروبار مخه نيول کېدای شي.
فتاح کريمي وايي چې دامان که څه هم ناحيه ده، خو اوسېدونکي يې له ټولو ښاري اسانتياوو بې برخې دي، چې سړک او د برق نه شتون د دامان ولسونه له لويو ننګونو سره مخ کړي دي، هغه وايي له حکومته هيله کوو چې د دامان سړک د بيا رغونې او دې سيمې ته د برق تېرولو کار پيل کړي.

راپور: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌