The news is by your side.

شيزوفرینيا ناروغي

شيزو فرينيا يوه مضمنه او شديده ذهني ناروغي ده، چې د دې ناروغۍ له امله د ناروغ فکر خراب او ټولنيز چلند يې غير نورمال وي، چې د ټولنې د اصولو او کلتور مخالف وي، دې ناروغانو ته په سم او ناسم کار کې په توپير کولو کې ستونزه وي، لنډه دا چې د شيزوفرينيا ناروغان فکر کوي چې نور ټول خلک په غلطه او دی سم او په حقه دی.
د شيزوفرينيا ناروغان له ټولنې سره اړيکې پرې کوي، چې بايد په ډېر احتياط ورسره چلند وشي او په ډېر دقت د هغه رويه، احساس، فکر او عکس العمل مخکې له مخکې درک شي، دا ناروغان په عام ډول د ټولنې د رويې خلاف غير نورمال عکس العملونه ښايي. عام خلک فکر کوي چې ناروغ دوه مخی او درې مخی شخصيت لري، خو په اصل کې داسې نه وي.
د شيزوفرینيا اکثريت ناروغان د تشدد طرف ته نه ځي، نه ترې نورو وګړو ته ځانګړی خطر وي، خو دوی اکثر وخت له خيالي ستونزو سره مخ وي، خيالي اوازونه اوري، نااشنا او ويروونکي فکرونه يې زوروي، په فکر او خبرو کې يې تسلسل او ربط نه وي، هم يې فکر ګډ وډ وي او هم يې خبرې.
له خبرو يې مطلب اخيستل ستونزمن وي، جامې يې خيرنې او ځينې وختونه په ناپاکيو ککړې وي، په دوی کې د باور او سنجيدګۍ کمی احساسېږي، فکر يې د ګډوډۍ ښکار وي، د بېلګې په ډول، دوی فکر کوي چې د دوی په مغز کې چې کوم فکرونه راځي، دا د دوی خپل نه بلکې بل چا دوی ته وراچولي دي. دوی ډېری وختونه په کومه خبره عکس العمل هم نه ښايي، خو که يې وښايي ممکن عکس العمل د توقع خلاف وي.
د دې لاملونو په پايله کې دا ناروغان ځان د يوازېوالي ښکار کړي، په کار کولو کې ورته ستونزې وي، که کوم کار وکړي، نو په ډېرې سستۍ يې کوي او يادداښت يې هم کمزوری وي.
د شيزوفرينيا اکثريت مريضان دا خبره نه شي زغملی او منلی چې دوی د يوې عصبي ناروغۍ ښکار دي، همدا شان که درمل ورکړل شي هم يې په سم او دقيق ډول نه کاروي. په څهره يې کوم احساس نه څرګندېږي، يوه ډېره مهمه نښه يې چې په اکثريت ناروغانو کې يې ليدل کېږي، هغه دا چې دوی د روحي تندې احساس کوي او له امله يې ډېرې اوبه او نور مشروبات څښي.
د شيزوفرينيا لامل جينيټيکي (ارثي) او ټولنيز هم کېدلای شي، که د چا په نږدې خپلوانو کې دا ناروغي وليدل شوه، نو د دغه شخص د اخته کېدو امکان اووه سلنه ډېرېږي.
که په غبرګونو ماشومانو کې يې يوه په دې ناروغۍ اخته شي، د دوهم د اخته کېدو امکان څلوېښت سلنه کېږي، که په مور او پلار کې يو کس پرې اخته وي، په اولادونو کې يې امکان ديارلس سلنه ته لوړېږي، خو که مور او پلار دواړه پرې اخته وي، د بچیو د اخته کېدو امکان پنځوس سلنه ته پورته کېږي.
بل لور ته په ټولنيزو لاملونو کې د ماشومانو ټولنيز چاپېريال، نشه کوونکي درمل او د خپلو خپلوانو په ګډون د مور او پلار رويه مهم رول لري. د مور او پلار شديده غصه، سخته رويه او يا له دوی څخه د کوم يو مرګ پر اولادونو لوی تاثير کوي او د شيزوفرينيا لور ته د وړلو امکان يې زياتوي.
فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌