The news is by your side.

پر انلاين کاروبارونو د افغانانو ړوند باور

انټرنيټ چې په نوره نړۍ کې له پخوا راهيسې ډېر عام دی او نږدې هر څوک ورته لاس رسی لري، په افغانستان کې يې وروستۍ لسيزه د پرمختګ لسيزه ګڼل کېدلای شي، چې د ټکنالوژۍ په دور کې انټرنېټ ځانله يوه نړۍ بلل کېږي او انلاين کاروبارونه د دغې نړۍ يوه برخه ده.
په نوره نړۍ کې انلاين کاروبارونه د حکومت د څار لاندې وي او که لږ پرې هم بې باوره شي، د بندښت امر يې کوي، خو د تېرې لسيزې په اوږدو کې په افغانستان کې ګڼشمېر انلاين انټرنيټي سوداګريو خلک ولوټل، چې حکومت پرې هم څار نه درلود او خلکو پرې هم ړوند باور کړی و.
په شاوخوا (۲۰۲۰)م کال کې د (کيونېټ) په نامه يوې ډلې له خلکو د انلاين کاروبار په نامه پيسې اخيستې او د ډېرو زياتو سرمایو راټولولو وروسته تري تم شول، دوی د مرکز کابل په ګډون ځينو ولايتونو کې دفترونه هم پرانيستي و، تر څو خلک پرې باور وکړي او سرمايه ګذاري ورسره وکړي.
په تېر نظام کې هغه مهال د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د دې ولایت پولیسو ته امر وکړ چې د Q net کیونیټ ټول دفترونه وتړي او تر دې وروسته ورته د فعالیت اجازه ورنکړي، ترڅو ولس ته د مالي زیان اوښتو په اړه د شته اندېښنو مخنیوی وشي.
ننګرهار والي وروسته له هغې یاده پرېکړه وکړه چې د کیونیټ دفترونو د فعالیت د څېړنې په موخه ګمارل شوې هیئت ولایت مقام سره معلومات شریک کړل چې د یاد شرکت اصلي دفترونه په افغانستان کې شتون نه لري ، خو بيا هم زياتو خلکو ادعا کوله چې کيونيټ يې سرمايې غلا کړې دي او اوس د مراجعې لپاره کوم ادرس نه لري.

تر کيونېټ وروسته د (اومېګا پرو) په نوم يوې بلې ډلې د انلاين کاروبار په توګه پر خلکو داسې مهال سرمايه ګذاري کوله چې نه يې ادرس معلوم و او نه د سرمايه ګذارۍ برخليک، د دې ډلې له لوري په ډېر ماهرانه ډول خپلو شريکانو يا سرمايه ګذارانو ته يو ډول کاذب بېلانس هم ښودل کېده، چې د دوی سرمايې ګټه کړې او هغوی ته ويل کېدل چې که چېرې تاسې نور کسان د سرمايه ګذارۍ لپاره رابلۍ نو ستاسې پر ګټې به مثبت اغېز ولري، همدا لامل و چې کاروونکو به ورته د ټولنيزو رسنيو له لارې ډېره لابي کوله او په ډېر لږ وخت کې يې ګڼشمېر کاروونکي پيدا کړل، چې تېر کال په ناڅاپي ډول د اومېګا پرو ټول انلاين ادرسونه بند او د کاروونکو لپاره د عريضې او مراجعې کوم ادرس پاتې نه شو.
اوس تازه ويل کېږي چې د میټامیکس په نوم د انلاین پانګونې اپلکېشن هم یوازې له نږدې ۴۰ زره افغانانو پیسې وهلي او فعالیتونه یې بند کړي دي.
د اقتصادي چارو افغان کارپوهان په افغانستان کې انلاين کاروبارونه بې باوره بولي او خلکو ته په داسې کارونو کې د نه ګډون په اړه وايي، د اقتصادي چارو کارپوه صيام پسرلی وايي: پر فورکس، کیونیټ، مولټی لیول مارکیټنګ او هغه انلاین کارونو وخت مه ضایع کوئ، چې مسیر یې نه وي معلوم. په افغانستان کې د انلاین کارونو لپاره پیاوړي بانکي سیستم ته اړتیا ده.
ليکوال مشتاق رحيم د اومېګا پرو په اړه وايي : دو خلکو ته د پيسو ګټلو لنډه لار ښايي او هېڅ يو کار لنډه لار نه لري، د لنډې لارې په ځای سمه لار لټول او ورباندې خوځیدل، زما په اند، د بري کیلي ده.
د يادونې وړ ده چې د کيونېټ په ګډون په اومېګا پرو کې ځينو پېژندل شويو افغان څهرو هم ګډون درلود چې ځينو يې بيا همهغه مهال د فراډ او دوکې په اړه په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ته خبره هم ورکړی و.
راپور: فیاض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌