The news is by your side.

اسټرالیا ته تللي مهاجره کوتره وژل کيږي

خبریال ویبپاڼه/ د اسټرالیا دولت هغه کوتره وژني چې له ارام سمندره ور تیره سوې وي او د دوی له سخت قرنطینه يې سرغړونه کړې وي هغوی دا کوتره ځکه وژني چې د خپل هېواد د مرغانو لپاره يې خطر بولي.

ویل کیږي چې دا کوتره هغه مهال نادرکه سوه، چې په امریکا کې يې په یوه سیالۍ په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته خو هغې خپله لاره ورکه کړل او ان دا مسیر يې تر اسټرلیا ورسید

چارواکو دې کوترې د جو نوم ورکړی او ویلي يې دي چې د دوی د چرګانو پالني او خوندیتوب ته یو لوی ګواښ دی ځکه وايي له بل هېواده راغلی

تر اوسه دا مرغه نه دی نیول سوی، خو د کرنې، اوبو او چاپېریال ځايي ادارې مسوولین وايي، له نیولو وروسته به یې ووژني، ځکه په وینا یې ځايي مرغانو ته د خطر لامل کېدای سي.

د اسټرالیا د چاپیریال ادارې په یوه خبر پاڼه کې ویلي هیڅ یوه مرغه ته په دې هېواد کې د پاتي کیدلو اجازه نه ورکول کیږي چې له بل ځایه راغلي وي او زموږ د مرغانو لپاره خطر و اوسي دوی وايي ځکه له نیولو وروسته دا مرغه وژني.

دغه کوتره د امریکا له لویدیځ ۸۰۰۰ مایله لیري ساحې ته تللی چې څنګه تللی سوالونه موجود دي، له امریکا څخه په قانوني ډول د کوترو وړل راوړل اجازه لري چې لګښت يې خورا ډیر لوړ دی.

کوترې د انسانانو په ژوند خورا مهم ارزښت لري هغوی په ډیرو زیاتو پیسو رانیول کیږي اوبیا سیالۍ په ترسره کیږي په ډیری هېوادونو کې له کوترو د جاسوس په توګه هم کار اخیستل کیږي په ورته مهال کوترې له یوه بل خورا لوی ارزښ څخه هم  برخمنې دي چې هغه د سولې سمبول دی ډیری انسانان د جګړې په وخت کې کوتره د سولې سمبول لري او د کوترې په زریعه سوله غواړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.