ایا غواړئ اغېزمنه مطالعه ولرئ؟
خبریال وېبپاڼه/ مطالعه د خوراک په څېر په ژوند کې له مهمو اړتیاوو څخه ده چې په مرسته یې نه یوازې زموږ معلومات اضافه کېږي، بلکې یو ډول روحي غذا او د ارامتیا سبب ده، خو اکثره خلک شکایت کوي چې مطالعې ته یې زړه کېږي، مګر نه یې شي کولای، یا بېرته ژر زړه توری کېږي.
که څه هم د مطالعې لپاره ډېرې لارې چارې ښودل شوې دي، مګر بیا هم خلک په دې اړه لازم پوهاوی نه لري، چې د کومو اصولو په مراعت کولو سره مطالعه وکړي.
په دې لیکنه کې به د مطالعې لپاره اته هغه مهمې لارې چارې یا اصول درته وړاندې کړو، چې د عملي کولو له لارې به یې مطالعه ستاسې په عادت بدله او خوند به ترې واخلئ.
ارام ماغزه
مطالعۀ بايد په ارامو مغزو ترسره شي، که چېرته ذهن ستړی وي، یا روحي فشار موجود وي، بیا مطالعه په سمه توګه نه شي ترسره کېدای او څه ګټه به مو هم نه وي کړې.
موړ نس
په وږي نس مطالعه کول د ګټې پر ځای زیانونه لري او د دې لامل ګرځي چې له مطالعې د ستړیا احساس وکړئ، باید په ډک نس مطالعه وکړئ، خو دومره خوارک هم سم نه دی، چې بیا خوب درشي.
رڼا
په تیاره کې مطالعه مه کوئ، د مطالعې لپاره باید کافي رڼا موجوده وي، هغه که مصنوعي وي او یا طبیعي. طبیعي رڼا تر ټولو ښه ده خو که طبیعي رڼا نه وه موجوده مصنوعي رڼا باید حتمن وي.
ارام ځای
په داسې ځای کې مطالعه مه کوئ، چې هلته شور او غږونه وي، بیا مو ذهن په بله ځي او له مطالعې اخذ نه شئ کولای. ستاسې فکر باید ارام او شاوخوا کې سکون وي.
خلک باید نه وي
په داسې ځای کې به مطالعه کوئ چې هلته د خلکو تګ راتګ نه وي، ځکه که خلک وي، حتمن تاسې ته مزاحمت جوړوي او د دې لامل ګرځي چې ذهن مو تیت او پراګنده شي.
نارمله هوا
نه به په ډېره یخه او نه ډېره ګرمه هوا کې مطالعه کوئ، بلکې د مطالعې لپاره باید نارمله هوا موجوده وي، ځکه ډېره یخه یا ډېره ګرمه هوا ستاسې ذهن ناارامه کوي.
د پوهېدو وړ مطلب
داسې کتاب، مجله، مقاله او لیکنه مه لولئ، چې نه پرې پوهېږئ او یا مینه او علاقه نه ورسره لرئ، بلکې د خپلې اړتیا پر بنسټ داسې مطلب مطالعه کړئ، چې له مینې او علاقې سره مو برابر وي.
د سترګو او کتاب ترمنځ واټن
د مطالعې پر مهال به کتاب ډېر سترګو ته نږدې نه نیسئ، د سترګو او کتاب ترمنځ باید لازمه فاصله موجوده وي. روغتیاپالان دغه واټن ۳۰ سانتي متره ښيي، خو بیا هم ستاسې وضعیت پورې اړه لري، چې تر کومه حده کتاب له سترګو لیري نیولی شئ.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.