The news is by your side.

رښتینې شتمني څه ده؟

خبریال وېب پاڼه/ یو وخت یو لوی او ښکلي ښار کې ډېر شتمن سړي ژوند کاوه.

هغه به تل د خپلې ډېرې شتمنۍ په لرلو له خپلوانو او دوستانو څخه ځان غوره گڼلو.

د هغه زوی په یوه لېرې پراته ښار کې زده کړې کولې هغه د رخصتۍ په وخت کور ته راغلی وو، نو شتمن سړي غوښتل خپل زوی ته ور وښایي چې پلار یې څومره شتمن دی. خو د زوی یې هېڅ داسې ژوند نه خوښېده او نه یې ورسره لېوالتیا لرله.

شتمن سړي خپل زوی کلي ته یووړ تر څو ور وښایې چې هلته اوسېدونکي خلک څومره غریب او بې وسه دي.

هغوی شپه د یو غریب کلیوال په کور کې تېره کړه. هلک د غریبو خلکو په لېدو ډېر خوابدی شوی وو.

شتمن سړي وپوښتل: گرانه زویه سفر څنگه وو ستا خوښ شو؟

زوی ځواب ور کړ: ډېر ښه وو پلاره!

بیا پلار وپوښتل: زویه تا له دې سفر څخه څه زده کړل؟

هلک غلی وو.

پلار یې وویل: غریب خلک څومره په سختیو کې ژوند تېروي او څومره ځورېږي.

زوی ځواب ورکړ نه پلاره داسې نه ده مونږ یوازې دوه سپي لرو خو هغوی لس سپې لرې.

مونږ یو کوچنی حوض لرو خو هغوی نه ختمېدونکی سیند لري.

مونږ د ځمکې په مخ یو کوچنۍ کور لرو.

خو هغوی پراخې ځمکې لرې چې تر افقه رسیږي.

مونږ د بېلا بېلو هېوادونو څخه گران بیه ښکلي څراغونه لرو خو هغوی د شپې بې شمېره ستوري لري.

مونږ د قوي دېوالونو په منځ کې یوازې ژوند کوو.

خو هغوی تل له یو بل سره په اړېکه کې دي.

مونږ خواړه په بازار کې اخلو.

خو هغوی دومره شتمن دي چې خپل خواړه په خپله کري.

پلار د زوی د خبرو په اورېدو سره ډېر حیران شو او غلی پاتې شو.

په پای کې هلک وویل: ډېره ډېره مننه پلار جانه!

تاسې ماته را وښودله چې څوک غریب دي او څوک شتمن له تاسې څخه مننه چې اجازه مو را کړه تر څو زه وپوهېږم چې مونږ څومره غریب او بې وسه یو.

پایله:
رښتینې شتمني پیسې نه، بلکې رښتینې ملگرتیا او ښې اړېکې ساتل دي.

ژباړه: ډیوه مومند

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance