The news is by your side.

امریکا بیا خپلو افغان کاریګرو ته وېزې ورکوي

خبریال وېبپاڼهد امریکا متحده ایالاتو خپلو هغه افغان کارکونکو ته وېزې ورکوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سره کار کړی.‌

واشنکټن پوسټ ورځپاڼه د امریکا يي چارواکو له خولې وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت د زرګونو افغانانو لپاره د ویزو ورکولو لړۍ پیل کړېده؛ په دغه افغانانو کې هغه کسان شامل دي‌ چې په تېرو شلو کلونو کې له امریکا يي ځواکونو یا ددوی اړوندو ادارو سره کار کړی دی.‌

د امریکا متحده ایالاتو یوځل وړانديهم دا سلسله پیل کړې وه خو وروسته یې په نامعلوم دلیل وځنډوله؛ البته د همدې سلسلې په مټ په سلګونو افغانان د امریکا تر بیلا بیلو ښارونو ورسېدل.

د امریکا متحده ایالاتو خپل ملاتړي‌ ځايي‌ ډېری کاکونکيله عراق نه هم وایستل.‌

که څه هم دا لړۍ د پخوانيولسمشر ټرمپ د واکمني‌ په وروستیو کې پیل شوې؛ او ښاغلی ټرمپ امریکا ته د ورتلونکو مسلمانانو سره په یوه نه یوه بڼه په مخالفت تورن وو؛ خو اوس د جوبایډن د ولسمشري پر مهال ښاييدا لړۍ لا نوره ګړندۍ شي.

امریکا یو داسي‌ هیواد دی چې د نړۍ د خوارو او غریبو هیوادونو نېژدې هر چارواکی یې د لیدلو او هلته د اوسېدلو شوق او هیله لري؛ خو هم دغه هیواد ته ورتګ اسانه نه دی.‌

که څه هم تر دم ګړیه په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د امریکايي ادارو یا امریکا يي پوځ ملګرو او کارکونکو ته د وېزو د ورکړې رسمي‌اعلان مخې ته نه دی راغلی؛‌خو داسي ښکاري‌ چې دا لړۍ ښايي د کارکونکو د امنیتيخوندیتوب په موخه یا پر سفارت د حجوم په موخه پټه ساتل شوې وي.

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ ګڼ ژباړنکي او کارکونکي د خوندي‌ توب په تړاو شکونه لري؛ خو که دوی ته هم داسي‌ بهر ته د تګ لاره پرانیستل شي ښايي ګڼې کورنۍ لاړې شي.

بل پلو دافغانستان ځینيوګړي‌ په دې باور دي چې امریکا يي ځواکونو او مریکا ييموسساتو او ادارو په افغانستان کې د کار پر مهال هم ورکړسان پر ځان را غونډ کړي‌وو او اوس هڅه کويچې په کار پوهه کسانو ژوند وژغورياو د امریکا متحده ایالاتو ته یې ستانه کړي.   

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.