The news is by your side.

کابل کې به ٢٢ ازمایښتي لابراتوارونه جوړ شي

خبریال وېب پاڼه/ تر دوو راتلونکو ورځو کې به په کابل ښار کې ۲۲ ازمویښت لابراتوارونه جوړ شي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي چې د دې احتمالي ناوړین د کنټرول او مبارزې لپاره، به دوی په دوه ورځو کې په کابل ښار کې د کووید نولس ناروغۍ ۲۲ نور لابراتوارونه جوړ کړي.

په ورته وخت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د کووید نولس ناروغۍ د پېښو ثبتولو د عامې روغتیا وزارت لپاره ځانګړی اپلیکشن چمتو کړی.

د روغتیا وزارت په هېواد کې د احتمالي ناورین څخه خبر داری ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فېروز وايي چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر به په راتلونکو څو اونیو کې ډیر لوړ شي.

د افغان حکومت چارواکي له خلکو څخه غواړي ترڅو د دې پدیدې سره د مبارزې لپاره خپل مورال له لاسه ورنه کړي او د روغتیا پالانو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د کرونا ویروس د پېښو سره د مبارزې لپاره په کابل کې د کووید نولس ۲۲ ځانګړي لابراتوارونه په دوو ورځو کې جوړ کړي.

داسې ښکاري په کابل کې پر کرونا ویروس باندې د اخته کسانو شمېر کې زیاتوالی د دولت لپاره په پلازمینې کې د نورو لابراتوارونو رامنځته کولو اصلي لامل دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي د کرونا نوی رامنځته شوی اپلېکېشن ګرځنده تلیفونونو او کمپیوټرونو کې کارول کیدای شي او د ولایتونو او ولسوالیو پراساس به د کرونا ویروس وروستۍ پېښو ته پوښښ ورکوي.

له دې ور ها خوا بیا تېره ورځ د هرات مدني فعالان وویل له تېرو دوو ورځو راهېسي په هرات ولايت کې د شکمنو کسانو هيڅ تشخيص نه دی شوی.

د هرات مدني فعالانو په دې ولايت کې د کرونا ويروس د تشخيص لابراتوار بندېدلو له امله اندېښنه ښودلي ده.

دوی ويلي چې له تېرو دوو ورځو راهېسي د شکمنو کسان ه څ تشخيص نه دی شوی او په وينا يې لامل يې د تشخيص په دې لابراتوار کې د يو شمېر امکاناتو نشتوالی دی.

عيني وخت کې د هرات د عامې روغتيا رياست مسولينو ويلي وو چې موږ تمه لرو چې تر نن ماښامه دې مرکز ته اړين وسايل راورسېږي او د کرونا ويروس د تشخيص لپاره دا ځانګړی شوی مرکز په کار پيل وکړي.

بل خوا بیا د ننګرهار ولايت تورخم ښارګوټي له لارې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا څلويښت زره مسافرین د کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه ننګرهار ته را ستانه شوي دي.

له ياد شمېر څخه د ۳۳ زره کسانو روغتيايي سکرينېنګ او امنيتي پلټنه شوې؛ خو شاوخوا اووه زره کسان د بې نظمۍ له امله له سکرينېنګ پاتې شوي او همدا راز راغلو کسانو کې د کرونا ويروس کومه شکمنه پېښه نه ده ثبت شوې.

ټاکل شوې د جمعې په ورځ به د ځانګړي طرزالعمل له مخې د تورخم دروازه د ترانیزیټ پرمخ پرانیستل شي، چې لس زره د خوراکي توکو بار ولاړ موټرونه به له کوزې پښتونخوا څخه ننګرهار ته داخل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance