The news is by your side.

پوهېږئ ايوانکا ټرمپ اوس څه کوي؟

خبريال وېبپاڼه؛ وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې ماته وخوړه داسې ښکاري چې دده د کورنۍ او سياست ترمنځ نوره فاصله زیاته شوې ده.

ايوانکا ټرمپ چې په سياسي کړنو کې ‌د ډونالډ ټرمپ ترټولو فعاله لور وه اوس يې د سياست څخه په ښکاره ځان لرې نیولی دی.

ايوانکا ټرمپ د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې په سياسي کړنو کې فعال ګډون کاوه، هغه ډېرو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او ويل کېږي ان د ډونالډ ټرمپ په پام کې وه چې د نړيوال بانک د مشرې په توګه یې وټاکي.

د ايوانکا خور او د ډونالډ ټرمپ کشره لور بيا د سياست څخه لرې وه او کله کله به صرف د ډونالډ ټرمپ لپاره په جوړو شويو لويو مراسمو کې راښکاره شوه، په دې وروستيو کې پسې نامزده شوه او پخپل فردي ژوند يې پام ډېر کړ.

اوس چې ډونالډ ټرمپ خپله چوکۍ له لاسه ورکړه نو ايوانکا ټرمپ هم د سياست څخه ځان لرې کړی دی، دې په وروستيو کې يو نوی کور کرایه کړی چې بيه يې ۴۷ زره ډالر ښودل شوې ده، اوس دا پخپل دې نوي کور کې زياته د خپلو اولادونو او کورنۍ سره په لوبو او د ژوند په نورو کورنیو چارو بوخته وي.

ويل کېږي ايوانکا ټرمپ دا کور په ۴۷ زره ډالر په کرايه کړی دی او د یوه کال لپاره یې د کور کرایه ادا کړې ده، دوی تر هغه کې خپل نوی کور یې په يوه ټاپو کې جوړېږي په دې کور کې ژوند کوي.

۳۹ کلنه ايوانکا په دې کور کې د خپل خاوند او اولادونو سره ښه وخت تېروي، دا کور ځانته شخصي ساحل لري او نورې پراخې سپورټي ساحې لري چې د کورنۍ د ښه وخت تېرولو لپاره ټول امکانات پکې شته دي.

ویل کېږی په عين وخت کې ايوانکا ټرمپ نیت لري په راتلونکو ټاکنو کې سياسي طرف ونيسي او ددې لپاره يې ځینې تياريو او ليدنو ته لاس اچولی دی خو په رسمي ډول ايوانکا ټرمپ تر اوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance