امریکا د افغان مېرمنو ملاتړ لپاره 787 میلیون ډالر لګولي
خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې سر مفتش یا سیګار وایي، امریکا په افغانستان کې په تېرو 19 کلونو کې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره 787,4 میلیون ډالر مصرف کړي دي.
دې ادارې په نوي خپور کړي راپور کې ویلي چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره د دومره ډالرو په مصرف کېدو سره بیا هم جګړه او نا امني د افغان ښځو د پرمختګ په لاره کې لوی خنډ دی.
د یادې ادارې موندنې ښیي چې د افغانستان راتلونکي حکومت کې چې امکان لري طالبان به هم په کې برخه ولري د افغان ښځو ژوند دې پسې تړلی چې طالبان څنګه په حکومت او ټولنه کې د لیدلوریو اختلافات حل کړي.
په راپور کې وړاندې راځي چې د افغان مېرمنو پرمختګ او لاسته راوړنې د جغرافیې له لحاظه توپیر لري خو په کلیوالي سیمو کې مېرمنو او جونو د پام وړ مثبت بدلون کړی دی.
راپور ښیي چې افغان مېرمنې په ملي او سیمه اییزه کچې مشرتوب ته رسېدلي خو لا هم د نا امنیو، د سولې خبرو پایلې او بد اقتصادي وضعیت له امله له سترو ننګونو سره مخ دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی سر مفتش یا سیګار داسې مهال د افغان ښځو په اړه دا راپور خپروي چې افغان ښځې لا هم د سولې خبرو پایلو او له هغې وروسته د طالبانو له راتګ سره خپل برخلیک ته اندېښمنې دي.
افغان مېرمنې اندېښنه لري چې د طالبانو له رااګ وروسته به یې لاسته راوونې او پرمختګونه د سولې او سیاسي هوکړې قرباني شي، خو طالبانو ویلي چې په اسلامي او شریعي طریقه د ښځو زده کړو او کار ته اجازه ورکوي خو افغان مېرمنې په طالبانو باور نه لري او وېره لري چې د طالبانو تېره توره دوره بیا تکرار نه شي.
افغان مېرمنو د تېرو شلو کالونو را هیسې د پام وړ پرمختګ او لاسته راوړنې لرلي دي.
د تېرو حکومتونو په پرتله د ملي یووالي حکومت دورې را هیسې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډه او لاسته راوړنې زیاتې شوي او لاسته راوړنې یې په نړیواله کچه ستایل شوي دي. او په کلیوالو سیمو کې هم ښوونې او روزنې برخه کې د مېرمنو او جونو پرمختګونه زیات شوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.