The news is by your side.

نړيوال لوبغاړي د پاکستان سوداګريز ليګ کې ګواښ سره مخ دي.

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان سوداګريز ليګ چې د نړۍ د مشهورو سوداګريز ليګونو څخه شمير کيږي په تيرو کلونو کې په پاکستان کې د نړيوالو لوبغاړو ته د ګواښ له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کيدو خو سږکال اوس د پاکستان کرکټ بورډ غواړي چې دا ليګ په خپل ټاټوبي پاکستان کې ترسره کړي چې له همدې امله ډيرو نړيوالو لوبغاړو په دې ليګ کې لوبيدو څخه ډډه وکړه ځيني نړيوال لوبغاړي اوس هم فکر کي چې پاکستان د کرکټ لپاره مناسب نه دی ځکه هلته ترهګريزي ډلي فعاليت کوي چې نړيوالو لوبغاړو ته يو لوې ګواښ دی.

په ۲۰۰۹ز کال کې کله چې د پاکستان او سريلنکا لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ رواني وي نو هغه مهال د سريلنکا لوبډله د پاکستان په لاهور ښار کې د کرکټ لوبغالي ته په لاره وه چې د لوبغارو په بس ترهګريز بريد ترسره شو د بريد په پايله کې ۶ سريلنکايي لوبغاړي او دوه لوبڅاران ټپيان او ۶ پاکستاني پوليس او ۲ موټر چلوونکي ووژل شول.

له دې پيښې وروسته پاکستان ته د نړيوالو لوبغاړو په ورتګ بنديز ولګيد هغه ځکه چې پاکستان يو نړيوال ترهګريز مرکز دی او نړيوال لوبغاړي پکې خوندي نه دي خو بيا هم ځينو نړيوالو لوبغاړو پاکستان کې د لوبيدو لپاره غاړه اېښي ده خو په پاکستان کې د نړيوالو لوبغاړو لوبيدل له خطر څخه خالي نه دي او نړيوال لوبغاړي اوس هم پاکستان کې د نا معلوم برخليک سره بيا هم هلته د لوبيدو لپاړه غاړه اېښی ده.

ويل کيږي چې د پاکستان سوداګريز ليګ ټولي لوبي به د پاکستان دننه کرکټ لوبغاړو کې ترسره شي د پاکستان سوداګريز ليګ د ۲۰۲۱ د فبروری مياشت په ۲۰ نيټه د شنبي ورځ يعني دوه ورځي د پاکستان کراچۍ ښار د کرکټ په ملي لوبغالي کې پيليږي او د ۲۰۲۱ د مارچ مياشتي په ۲۲ نيټه د لاهور په ګوډافې کرکټ لوبغالي کې به يې پای لوبه ترسره شي.

سږکال د پاکستان سوداګريز ليګ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي څلور غوره لوبغاړي هم اخيستل شوي که څه هم افغانانو د افغان لوبغاړو غوښتي وه چې د پاکستان سوداګريز ليګ کې د لوبيدو څخه ډډه وکړي خو افغان لوبغاړي وايې کرکټ تفريحي ورزش دی او بايد کرکټ د سياست څخه ليرې وساتل شي افغان لوبغاړي د پاکستان سوداګريز ليګ کې د لوبيدو په موخه ياد هيواد ته تللي دي او د خپلو لوبډلو په ګټه به د پاکستان سوداګريز ليګ کې لوبيږي.

هغه افغان لوبغاړي چې د پاکستان په سوداګريز ليګ کې لوبيږي دا دي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي تجربه کار لوبغاړی راشد خان د لاهور قلندرز په ګټه، محمد نبي او قيس احمد د کويټه ګليډيټورز په ګټه او مجيب الرحمن به د پيښور زلمو لوبډلي په ګټه د پاکستان سوداګريز ليګ کې لوبيږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.