The news is by your side.

په ښځو کې د سینې سرطان د مخنیوي لارې چارې!

خبريال وېبپاڼه: د روغتیا نړیوال سازمان داسې وایي، چې په ټوله نړۍ کې د میرمنو د ژوند له لاسه ورکولو دویم ستر لامل د سینې سرطان ناروغي ښول شوې ده.
د یو شمېر څېړنو له مخې د هرو ۹ ښځو څخه یې یوه د سینې سرطان په ناوړه ناروغۍ اخته کیږي. په دا نږدې وختونو کې چې د روغتیا نړیوال سازمان یوه تازه څیړنه ترسره کړې وه، له بده مرغه دا په ډاګه شول چې په نړۍ کې د سرطان ناروغي مخ پر زیاتېدو ده.

او ښایي چې په ۲۰۱۸م کال کې به له ۱۰ میلیونو څخه زیاتې مېرمنې له نوموړې ناروغۍ څخه مړې شي.
په همدې توګه دغې څېړنې دا هم په ډاګه کړل چې د سینې سرطان د نورو لاملونو سره سره لوی لامل یې د نشه یې موادو څخه ګته اخیستنه ده. دغه راز په نوموړي راپور کې زیاته شوې وه، چې زیاتره ښځې د تمباکو او نشه یی موادو څخه د ګټې اخیستنې له کبله د سږو په سرطان اخته دي. د افغانستان روغتیا وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې داسې ویل شوي و ،چې د سینې سرطان ناروغۍ نښې دا دي:
۱ـ د سینې لاندې د غوټې پیدا کېدل
۲ـ د سینې په رنګ او اندازې کې د بدلون راتلل
۳ـ د سینې د څوکې ښکته خواته کېدل
۴ـد سینې د رنګ نارنجي رنګ ته ورته کېدل او ځينې نورې نښې نښانې د سرطان پر شتون دلالت کوي. دا چې د سینې ناروغۍ د سړیو په پرته ښځو کې ډېره ده نو هره ښځه دې په اونۍ کې یو ځل خپلې سینې وګوري. او د اړتیا په صورت کې دې ژر تر ژره تر ډاکټره ځان ورسوي.
هغه کړنې او عادتونه چې د سینې سرطان مخنیوی کوي دا دي:
۱ـ ورزش کول
ورزش یا سپورت کول نه یوازې د سینې سرطان په مخنیوي کې اړین رول لوبوي بلکې د یو شمېر ډېرو ناورغیو په نه رامنخته کېدو کې مهم رول لري.
له بل پلوه د یوې څیړنې له مخې داسې ویل شوي، چې ورزش او بدني مصروفیتونه په منظم ډول ترسره کول په سینې سرطان د اخته کېدلو ګواښ تر ډېره را کموي.
۲ـ د بدن دفاعي نظام ښه کول.
۳ـ له خپل بدن څخه اضافي وازدې ایسته کول
دا یاد شوي ټول هغه لارې چارې دي، چې د سینې سرطان په مخنیوي کې له مونږ سره مرسته کوي،خو په یاد شویو ټولو کارونو کې به دا غوره وی، چې په هره اوونۍ کې تر ۳۰۰ دقیقو پورې ورزش کول او خپل بدن متحرک ساتل د سینې د سرطان په مخنیوي کې راسره لویه مرسته کوي.
لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.