اشرف غني د يوه لوی بحران په منځ کې
خبريال ويب پاڼه/ که څه هم له پيله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دويم ځل واکمني له سترو جنجالونو سره مخ وه.
هغه مهال تر ټول ستر جنجال د واک ويښ او يو ځل بيا د ملي يوالي حکومت جوړول وو چې په تير ځل ناکامه او تر ټولو په فساد ککړ حکومت نومول شوی دی.
د ښاغلي په واکمنۍ کې دا پيښه هم رامنځته شوي چې په يوه ورځ دوه ولسمشرانو لوړه وکړه او هر يوه ځان د افغانستان ټاکل شوی ولسمشر باله.
بايد وويل شي چې دا يو لوی تاريخي شرم وو چې په يوه هيواد کې دي همهاله دي دوه ولسمشران په يوه ورځ لوړه وکړي.
که څه هم دواړه ولسمشران د واک په ويش سره سلا شول خو په افغان کې شته بحران او لويې ستونزي لا همداسي پاته شوي.
جنګ زور واخيست هره ورځ په سل ګونو افغانان شهيدان ، معلول ، معيوب او د جنګ له لاسه له سختو تاوانونو سره مخ کيږي.
له جنګ او جګړې ور ها خوا ولسمشر غني اوس له يو بل لوی بحران سره مخ دی.
هغه سياسي بحران دی چې د سياسي اجماع نشتون او په فعلي سياسي وضيعت کې د ولسمشر منزوي، او کوښه والی دی.
نه يوازي په داخلي سطحه ولسمشر منزوي شوي بلکلي په نړيواله توګه هم اوس ورته د يوې فاسده ادارې د مشر په توګه کتل کيږي.
که څه هم ولسمشر غني د واک او اقتدار سخت وږی او تيږی دی دې لوږې په افغانستان کې لوی بحران زیږولی دی. همدې لوږي ، تندي له ولسمشر څخه تر کرزي نيولي ټولې سياسي څيري خفه کړي او شايد دا خفګان د اشرف په زوال او له سياسي صحني په لري والي تمام شي.
بايد وويل شي چې ولسمشر غني په خپله وروستۍ دوره کې نه يوازي له سياسي بحران سره مخ دی بلکې په دې ورستيو کې سخت اقتصادي چلنچونه رامنځته شول.
له څه کم يوې مياشتي کيږي په ټول افغانستان کې صرافانو کار بنديز اعلان کړی چې د صرافانو همدې کار په کاروبار او اقتصاد ناوړه تاثير کړی دی.
بل پلو تر دوو اونيو کيږي د افغانستان ټولې لويې لارې تړلي هيڅ لوی او بادار موټر ښارونو ته نشي تلای.
ټولو موټروانانو ددې په ضد کاربنديز جړی چې په لويو لارو کې پوليس له دوی زياتي پيسي غواړي ، هر وخت يې وهي ټکوي او سپکي، سپوري ورته کوي.
يوازي د موټروانانو او صرافانو کار بنديز نه دی چې د هيواد اقتصاد ګواښي بلکي څو ورځي وړاندي د افغانستان په لوی تجارتي بند اسلام کلا کې اور لګيدنې افغان سوداګرو ته ميليننونه ډالر تاوان واړه.
د يادولو وړ ده چې د سولي خبرو له دريدو سم سم به راتلونکی پسرلی به د سختو جګړو شاهد يو ځکه دواړه غاړي د جګړې لپاره په تياريو بوختې دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.