The news is by your side.

طالبانو د دوحې د توافقنامې د نجات لپاره کومې قربانۍ ورکړې؟

خبريال ویبپاڼه- په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات بوخت دي او د طالبانو سره خپله توافقنامه ارزوي طالبانو په دې لړ کې په ځينو اصلاحاتو لور پورې کړی دی.

طالبان د امریکا سره خپله توافقنامه يوه ډېره لويه لاسته راوړنه بولي او نه غواړي په هېڅ صورت دا لاسته راوړنه له لاسه ورکړي، ددې توافقنامې سره طالبان وتوانېدل چې په زرګونه بنديان خلاص کړي، په نړيواله کچه ورته د مشروعيت زمينه برابره شوه، په عين حال کې دوی په نړيواله توګه د لابي کولو امکان ترلاسه کړ او ځینې هېوادونو ته یې سفرونه وکړل هلته یې د ځان لپاره لابي وکړه.

اوس چې دا توافقنامه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ده طالبان غواړي له دې خطره يې وباسي او بلاخره د امريکا حکومت ددوی سره دا توافقنامه تاييد کړي او ددې توافقنامې په بنسټ نورې لاسته راوړنې ولري.

که طالبان دا توافقنامه له لاسه ورکړي نو دا به ددوی لپاره ډېره لويه ضربه وي، دوی به د ننيو یا خپل منځي اختلافاتو ښکار شي، ځکه چې ددې توافقنامې په وړاندې سر له وړاندې د ځينې طالب قومندانانو شکایتونه موجود و، ددې ترڅنګ په نړيواله او کورنۍ کچه به د سختو ستونزو سره مخ شي.

له همدې کبله دوی پخپل صف کې په ځینې اصلاحاتو باندې پيل وکړ، د مثال په ډول تېره ورځ یې يوه خبرپاڼه خپره کړه چې ټول طالبان پکې په دې خبر شوي و او په دې ورته حکم شوی و چې باید هیڅوک بدون له محکمې څخه مجازات نکړي.

د طالبانو دا امر خپلو وسله والو په عين زمان کې ددې تاييد و چې ددې ډلې غړي خلک بدون له محکمې مجازاتوي، دا چې ددې ډلې غړي به دا امر ومني که نه دا چندان ممکنه نه ښکاري، ځکه په کليو کې طالبان ډېر وخت د مشرانو دې ډول امرونو ته توجه نکوي.

دوی هلته ځانته سيستم لري، هر کلي يا څو کلي د یوه قومندان مربوط وی، په دې کلي کې بيا ټول راج د همدې قومندان چلېژي، د يوه قومندان د بل قومندان سره داسې دښمني وي لکه د سل کلونو دښمنو.

نو دې اختلافاتو ته په کتو، او د طالبانو په ډله کې د موجودو وسله والو ذهنیت ته په کتو ددې امر عملي کول به يو څه ګران وي.

خو د طالبانو مشرتابه هم ډېر ددې غم نه دی وړی چې دا امر به يې عملي شي او طالبان به نور خلک بې محکمې نه مجازات کوي، دوی له دې خبرې صرف تبليغاتي استفاده کول غواړي، که نه دا شل کاله چې طالبان دا کار کوي خلک بې محکمې بې شواهدو شکنجه کوي ولې دوی دا ډول خبرپاڼه خپره نکړه.

ددې ترڅنګ طالبانو خپلو وسله والو ته دا هم ويلي و چې نور دې پخپلو صفونو کې بهرنیو جنګیالیو ته هېڅ ډول ځای نه ورکوي، دوی همداراز خپلو وسله والو ته امر کړی و چې په ټول هېواد کې د تاريخي اثارو څخه ساتنه وکړي او د قاچاق جدي مخنیوی يې وکړي.

طالبانو د خپلې توافقنامې د نجات لپاره اصلاحات پيل کړي نو دا چې ددوی دا اقدامات به امريکا دې ته قانع کړي چې دا توافقنامه لغوه کړي او که نه، هغه خبره چې وخت به يې ځواب وکړي.

طالبانو تراوسه د ددوحې د توافقنامې د نجات لپاره ځینې قربانۍ ورکړې دي، چې لويه يې خپلو ليکو کې د بهرنیو ځواکونو نه پریښودل دی، ځکه دا ددوی د عقيدې يوه برخه وه چې اوس یې ورباندې خاورې واړولې.

 

ليکوال؛ شریف الله همت

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance