The news is by your side.

رولاغني ښځو ته د يوه نوي نوښت خبر ورکړ

خبريال ویبپاڼه- د ولسمشر مېرمن رولاغني وايي چې د سولې په پروسه کې بايد د مېرمنو حقوق قرباني نشي، رولا د همدې لپاره اوس د يوې نوې شورا د جوړولو خبر هم ورکوي.

رولا غني پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې ډېر ژر به د سولې په چارو کې د ښځو عالي شورا جوړه کړي، ددې شورا د جوړښت په هکله تراوسه پورې نور جزييات او تشریحات نه دي ورکړل شوي.

د ولسمشر غني مېرمن رولا غني په داسې حال کې د نويو شوراګانو په جوړولو پيل کړی دی چې تر دې د مخه د ډول ډول شورا ګانو د جوړلو په نامه په درنو فسادي تورونو تورنه ده.

د سولې په خبرو کې د رولا غني د ښځو بحث

د ولسمشر غني مېرمن چې ځان د ښځو د چارو يوه مشره ګڼي په حقيقت کې د افغانستان د ښځو د يو فيصد استازولي او مشترکات نلري، رولاغني او ددې په شاخوا کې راټولې سټايلش فعالانې د سندرو ويل، د ډول ډول جامو اچول د ولسمشر کېدل ته اساسي حقوق وايي.

حال دا چې د افغانستان د ښځو لپاره تر دې وړاندې نور ډېر مهم حقوق شته، د افغانستان په اطراف کې او يا هم په ښارونو کې ډېری افغان مېرمنې نه غواړي نور یې يا د پلار يا د ورور او يا هم د خاوند د مرګ خبر واوري، افغان میرمنې دا حقوق غواړي چې هره ورځ په ټلويزيون کې د خپلو خلکو د مرګونو خبرونه نه اوري.

دا سمه ده چې تعليم، کار او نور د ښځو او ټولو انسانانو بنسټيز حقوق دي، خو په دې کې هیڅوک ستونزه نلري، په ماهیت کې به يې ټول بېلابېل فکر لري خو په مشروعیت کې یې هېڅوک ستونزه نلري.

صرف د سولې په وړاندې خنډ جوړول

ډېری کسان په ځانګړي ډول هغوي چې د ارګ څخه تغذيه کېږي د ښځو د حقوقو مسله صرف د سولې د مخنیوي او یو ډول منفي تبلیغاتو لپاره کاروي، که نه که دوی ريښتيا دا حقوق غوښتلی نه لومړي به يې د جګړې درولو لپاره لازم اقدامات کړي و.

هره ورځ يو بېل دفتر خلاصول د افغانستان د ښځو ستونزه نه حل کوي، په ښځو خو همدا اوس ددې حکومت پوليس تېری کوي دا چې تلیفون ته يې ځواب نه وي ورکړي د همدې حکومت ددې مېرمنو د سر ویښتان ورباندې کلوي.

که څوک واقعاً په ريښتيا د ښځو حقوق غواړي هغوی دې اول د سولې لپاره کار وکړي چېرته چې سوله نه وي هلته نه ښځه خپل حقوق د ظالمانو او مفسدانو څخه ترلاسه کولی شي او نه هم نارينه.

لیکوال؛ ابراهیم حقپال

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance