سعودي عربستان په حج کې د ګډون نوی شرط اعلان کړ
خبریال وېبپاڼه/ سعودي عربستان سږ کال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره حاجیانو ته د ګډون نوی شرط اعلان کړ، چې د یاد شرط له پوره کېدو پرته څوک د حج مراسمو کې ګډون نه شي کولای.
د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویلي چې سږ کال به یوازې هغو کسانو ته د حج د ادا کولو اجازه ورکړي، چې د کرونا ویروس ضد واکسین یې لګولی وي او د دې ویروس له نښو نښانو پاک وي.
یاد وزارت دا پرېکړه د کرونا ویروس د لا خپرېدا د مخنیوي په موخه کړې.
دوی دغه راز خبر ورکوي چې په مکې، مدینې او نورو ټولو مقدسو ځایونو کې یې د بشپړ روغتیايي تدابیرو د نیولو امر کړی او هڅه یې دا ده چې د کرونا مرګوني ویروس د خپرېدو شونتیا کمه کړي.
د سعودي عربستان د روغتیا وزیر دغه راز د حاجیانو لپاره د کرونا ویروس کمېتې د جوړېدو لارښوونه کړې، چې دوی به د حج د مراسمو تر پایه د یادې ناروغۍ د خپرېدو، نښو نښانو، شکمنو پېښو د تشخیص او ګڼو نورو مواردو په اړه پلټنې کوي.
که څه هم د کرونا ویروس لومړۍ څپه د نورې نړۍ په شمول په سعودي عربستان کې هم یو څه کنټرول شوه، خو د دې ویروس دوهمې څپې د نورې نړۍ ترڅنګ سعودي عربستان هم وارخطا کړی او په اندېښنه کې دی، چې د حج په مراسمو کې دغه ویروس لا پسې زیات خپور نه شي.
سعودي عربستان تېر کال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د حج په مراسمو کې د بهرنیو وګړو په ګډون بندیز لګولی و او په ډېر لږ تعداد کسانو د فاصلې او نورو روغتیايي قوانینو په نظر کې نیولو سره د حج مراسمو ادا کړل.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.