افغان خبريالان په مرګوني حال کې
نن د مۍ میاشتې درېيمه ده، دا ورځ د مطبوعاتو د نړۍ والې ورځې په نوم يادېږي، چې په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.
د دې ورځې په رارسېدو سره سم، د بښمې نړۍ وال سازمان په يو راپور کې وايي: چې افغانستان د خبريالانو پر وړاندې خطرناک هېواد دی، چې ډېرې مرګونې پېښې لري.
يوازې په تېر 2020 کال کې ۱۱تنه خبريالان پکې وژل شوي دي او په روان 2021 کال کې هم ۴ تنه نور خبريالان هم وژل شوي دي.
یاد سازمان زياتوي چې خبريالان ازاد خلک دي، حکومت يې بايد ملاتړ وکړي او پر وړاندې ستونزې يې حل کړي، تر څو دوی په ډاډه زړه فعاليت وکړي.
په افغانستان کې د آزادو رسنيو د ملاتړ اداره نۍ هم افغانستان د خبريالانو لپاره خطرناک هېواد وبلل، چې خبريالان په ډاډه زړه خبريالي نشي کولای.
دوی وايي چې خبريالان بې طرفه او بې وسلې خلک دي، هېڅ ډله ټپله يې بايد پر وړاندې خنډ جوړ نشي او افغان حکومت یې بايد پوره ملاتړ وکړي او کاري ساحه کې ورته اساني رامنځته کړي.
د ولسمشر دويم مرستيال په یوه اعلاميه کې وويل چې موږ د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې ګامونه اخېستي دي.
د اطلاعاتو د لاس رسي قانون او کمېسون مو ورته جوړ کړ، چې کار یې اسانه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوترېش وايي: افغان خبریالانو ته، دولتي ادارې او ویاندویان پر وخت معلومات نه ورکوي او له همدې امله په کاري برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
خبريالان له حکومته غواړي چې دوی ته په کاري ساحه کې اساني راولي او د امنیت لپاره يې هم لاس په کار شي.
راپور: عبدالرحمن ځلاند
Comments are closed.