The news is by your side.

ولسمشر امریکا ته ځي سفر يې څومره مهم دی؟

خبريال ويب پاڼه/ امکان لري چې نژدې راتلوونکي افغان ولسمشر امریکا ته ولاړ سي او هلته د افغانستان د راتلوونکي په هکله مهمې ليدنې وکړي.

يو امريکايي سناتور په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې اشرف غني امريکا ته سفر کوي او په سنا کې به د دوی پوښتنو ته ځواب هم ووايي.

تر اوسه پورې د دې سفر جزيات نه دي شريک سوي او نه هم افغان دولت په دې هکله څه ويلي.

دا سفر څومره مهم دی؟

تراوسه پوري که څه هم د دې سفر په هکله جزيات نه دي په ډاګه سوي خو له امریکا او نورې نړۍ سره د افغانستان د اړيکو د نوي فصل پرانستلو مهم پړاو دی او دا سفر چې امریکا ته ترسره کيږي د دې فصل د اړیکو دروازه هم کيدلای سي.

افغان ولسمشر ويلي د امريکايي او بهرنيو سرتېرو په وتلو دوی له امریکا او نړۍ سره د اړيکو او راشې درشې نوی فصل پرانیزي ځکه نو د ده له لوري د افغانستان د ستر مرسته کوونکي هېواد امريکا ته به دا سفر د دې فصل پيل او يا هم مهمه برخه وي.

ولسمشر به څه وکړي؟

ولسمشر د افغانستان د ټولو اړتياوو په پام کې نيولو سره د امريکا سنا ته هم ځي او هلته د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وايي د امريکا سنا چې تر ډيره په افغانستان کې خپل حضور غواړي ښايي د افغانستان اړتیاوي او هغه چې اړين دي له اشرف غني څخه و پوښتي په ګوته يې کړي او له امريکا څخه يې د حل لپاره او اړتيا وو پوره کولو لپاره غوښتنه وکړي.

نن هم د امريکا د سنا مجلس يوه غړي له امريکايي دولت څخه غوښتي وو، چې د سرتيرو وتلو وروسته بايد د افغان دولت په نظړ کې ونيسي او اړتیاوي يې پوره کړي.

په دې برخه کې ډير ټینګار د افغان پوځ پر تجهيز کيدلو سوی وو.

دا خبر پر داسې مهال خپريږي چې تازه د اختر له درې ورځني اوربند وروسته د افغانستان په بيلابيلو ولايتونوکې جګړو يو ځل بيا زور اخيستي

تراوسه پوري د سولې او پخلاينې لپاره کوم هدف چې ټاکل سوی نه دی ترلاسه سوی او هڅه کيږي چې تر لاسه سي

Comments are closed.

koi finance