The news is by your side.

پاکستان سره امنیتي تړون که د خپلواکی پلورل

خبريال ويب پانه/ له هغې ورځې چې د افغانستان واکمنو افغان ملت ته شاه کړه، او خپلو شخصي غوښتنو ته یې لمړیتوب ورکړو؛ نو له هغې ورځې بیا افغانستان او دې ویاړلي ملت ښه ورځ نه ده لیدلې.

زمونږ واکمنو د قدرت څخه د لرې کېدلو له وېرې، د هېواد په سر ډېرې شرموونکې معاملې وکړې، د هغوی د تاریخي اشتباهاتو او کمزوره سیاسي موقف غوره کولو له امله، افغانان تر ننه کړېږي او وژل کېږي.

زه دلته د پخواني انګلیس او افغانستان د پادشاهانو تر مینځ د کړو تړونونو یو څو بېلګې یادوم، چې په ترڅ کې یې مونږ بهرنی خپلواکي له لاسه ورکړې.

دا هغه وخت دی چې انګلیسان په هندوستان حاکم شوي او د افغانانو خاورې ته یې سترګې پټې کړي دي.

د انګلیسانو نماینده ‘الفنسټن’ او افغان پادشاه ‘شاشجاع’ په مینځ کې د افغان تاریخ لمړنی تړون، په ۱۸۰۹ م کال په پېښور کې امضاء شو.

د دې تړون په لاسلیکولو سره د انګلیسانو هدف دا و چې افغانستان د فرانسې، فارس او روسیې سره د همکاری کولو نه لرې وساتي، ترڅو یاد هېوادونه د افغانستان له لارې په هند حمله ونه کړي.

دا زمونږ د بهرني سیاست لمړنی تاریخي اشتباه وه، چې انګلیس مو د فرانسې او روسیې د حملې څخه، دهند په لویه وچه کې محفوظ وساتلو او ځانته مو تلپاتې سرخوږی پرېښودلو.

 

دوهم قرارداد: همدې بزدله شاه شجاع، چې هغه وخت یې هېڅ سیاسي واک نه لرلو، او په هند کې یې د انګلیسان تر واکمنی لاندې ژوند کولو.

انګلیسانو او رنجیت سنګ هغه راوستلو، په لاهور کې یې د درې اړخیزه یا مثلث په نوم تړون پرې لاسلیک کړو.

ددې تړون له مخې انګلیسانو او رنجیت سنګ په افغانستان حمله وکړه او شاشجاع یې په کابل کې تش په نوم پادشاه وټاکلو.

انګلیسان او شاشجاع د افغان ملت د قهر او خپلواکی د احساس په مقابل کې تاب رانه ووړ او په پای کې سخت مات شول. انګلیسان مجبور شول او بېرته یې امیر دوست محمد خان واک ته ورسولو.

په دې وخت کې افغانانو له نظامي پلوه انګلیس مات کړ، او له هېواده یې وشړل، خو دې مکار دښمن بیا دا ماته په سیاسي فتحې سره بېرته جبران کړه او امیر دوست محمد خان باندې یې خپل شرایط ومنل او پادشاه یې کړ.

دریم تړون: په ۱۸۵۵ م کال امیر دوست محمد خان په پېښور کې له انګلیسانو سره لاسلیک کړ.

ددې تړون یوه ماده دا وه: د انګلیس دښمن به د افغانستان دښمن وي او د انګلیس دوست به د افغانستان دوست وي.

دا هغه شروونکې ماده وه، چې انګلیسانو د افغانستان بهرنی سیاست یو وار بیا پخپل لاس کې ونیو. دې تړون کې د افغانستان دوست او دښمن، د انګلیس دوست او دښمن نه دی ګڼل شوی.

د امیر دوست محمد خان د مړینې نه وروسته، دده زوی امیر شېر علي خان واک ته ورسېدلو.

انګلیسانو غوښتل چې دده د پلار سره کړي تړونونه په ده هم ومني. د امیر شیر علي خان ویښ او وطن دوسته ضمیر، د انګلیس سره دا تړونونه ونه منل.

امیر هند ته لاړو چې انګلیسانو ته قناعت ورکړي؛ ترڅو پخواني تړونونه چې د افغانستان بهرنی خپلواکي یې ترسوال لاندې راوستې وه، له سره د دواړو دولتونو په مینځ کې په مساوي حقوقو سره امضاء کړي، خو انګلیس هېڅ کله دده دا غوښتنه ونه منله، او په پای کې خبر دې ته ورسېدله چې انګلیسانو دده په خلاف، په افغانستان باندې دوهم وار یرغل وکړو او دده پادشاهي یې ړنګه کړه.

پنځم تړون· د ډارن محمد یعقوب خان په لاس د انګلیسانو سره په کال ۱۸۷۹ م کې په ګندمګ کې امضاء شو. دې تړون لکه د شاشجاع د لاهور د تړون په څېر افغانستان د انګلیس مستعمره کړ؛ خو له نېکه مرغه د ویاړلي او زړور افغان ولس او د میوند د فاتح محمد ایوب خان، او نورو افغان غازیانو په مټ، دا وار هم انګلیس شرومونکې تاریخي ماته وخوړه، او افغانستان نه ووتل.

دا وار هم مونږ نظامي ګټونکي شو، خو د سیاسي پلوه بیاهم مات شو.

انګلیسانو دا وار امیر عبدالرحمان خان سره تړون امضاء کړو، او هغه یې د افغانستان د پادشاه په حیث ومنلو.

افغانانو باندې یو وار بیا یو جابر او د انګلیس طرفدار پادشاه حاکم شولو. عبدالرحمان خان هم خپل بهرنی سیاست د انګلیس په خوښه پر مخ بیولو او هېڅ بل هېواد سره یې سیاسي اړیکې نه ساتلې.

پنځم شرمونکی د ډیورنډ تړون: امیر عبدالرحمان خان پرته د ملت د مشورې په ۱۸۹۳ م کال کې د انګلیس سره امضاء کړو.

ملت تل هېواد ژغورلای خو مشرانو بیا په سیاسي کمزوره موقف غوره کولو هېواد پلورلای.

ددې تړون له مخې انګلیس د افغانستان په سینه تېزه چاړه راتېره کړه او دا تاریخي وجود یې په مینځ بېل کړ. وجود خو له پخوا زخمي او ناروغ و، خو ده بیا د خپل واک د بقا او کلنی د دولس لکه روپیو په بدل کې دا شرموونکې معاهده لاسلیک کړه.

شپږم شرمونکی تړون: دده نه وروسته دده ځوی امیر حبیب الله خان هم د انګلیس سره د یو څه مخالفت کولو نه وروسته، د انګلیس د مکارو سیاسي فشارونو تاب رانه ووړ، او په ۱۹۰۵م کال کې یې د انګلیسانو لخوا د پلار سره شوي تړونونه تائید کړل.

اووم شرمونکی تړون:

د امیر حبیب الله خان د وفات نه وروسته، دده زوی غازي امان الله خان واک ته ورسېدلو. مخکې له دې چې دی هم د پلار په شان د انګلیس غوښتنو ته لبیک ووایي؛ نو ملت ته یې رجوع وکړه، او د انګلیس نه یې د سیاسي خپلواکي خبره ورسره مطرح کړه.

ملت ورته ډاډ ورکړ چې تاسو امر وکړئ، مونږ دې قرباني ته آماده یو.

امیر امان الله خان دا زروړتیا وکړه، هغه په ملت یې باور وکړ او سیاسي خپلواکي یې اعلان کړه. اوس نو دی او افغان ولس د انګلیس د ستر نړیوال نظامي او جنګي ماشین سره مخامخ شو؛ خو د ملت د شجاعت او بهادری په مټ انګلیس شرموونکې ماته وخوړه او په پای کې یې د اوربند اعلان وکړ.

افغانان د جنګ ګټونکي و او تر ډېره په مخ روان و، خو دا وار مو هم د انګلیس نه سیاسي ماته وخوړه. انګلیس هر وار خپله نظامي ماته په سیاسي فتح بدله کړې. امیر امان الله خان خپل نماینده علي احمد خان راولپنډی ته د مذاکراتو لپاره ولېږه، خو دې ډارن او بې تجربې شخص، د افغانانو د نظامي بریا په هېرولو سره د انګلیسانو ټول شرایط ومنل، او په راولپنډی کې یې تړون ورسره امضاء کړ. دده بزدله انسان دا عمل غازي امان الله خان سخت غصه کړ، خو وروسته بیا د تجربه کار سیاسي ماهر محمود طرزي په هلو ځلو په ۱۹۲۱ م کال د کابل په تړون کې انګلیسانو په رسمي ډول د افغانستان سیاسي خپلواکي ومنله.

دلته مې ددې تړونونو د تاریخچې یادولو نه هدف دا و چې، اوس یوار بیا د انګلیس په لاس د جوړ شوي هېواد، پاکستان سره په دې خبر روانه ده چې له افغانستان سره امنیتي تړون امضاء کړي، او ددې تړون یوه ماده به بیا هم د تېرو تړونونو په څېر دا وي، چې افغانستان به د پاکستان په خوښه خپلې بهرنی اړیکې ټینګوي.

افغانستان تل په نظامي ډګر کې بریالی شوی؛ خو له بده مرغه بیا په سیاسي ډګر کې زمونږ حاکمانو او مشرانو مونږ سخت مات کړي یو.

تل مو د لویو قربانیو په ورکولو سره ستر انګلیسی استعمار په ګونډو کړی، خو په سیاسي تړونونو لاسلیکولو سره مو داسې مادې په ځان منلي چې د هېواد سیاسي خپلواکي مو قرباني کړی. دا بده تجربه مونږ بار بار تکرار کړې. دا لکه په مونږ چې تلقین شوي وي، چې باید د سخت فشار په وخت کې، خپل بهرنی سیاست د بل په لاس کې ورکړو، په داسې حال کې چې مونږ د نظامي پلوه ګټونکي و.

د نظامي جنګ د قربانی نه نور کومه لویه قرباني ده چې مونږ یې ورکولو نه ځان خلاصوو؟

دنګې ځوانی مو د هېواد د مینې لپاره سرونه نظرانه کوي، آیا له دې نوره لویه قرباني شته؟

آیا ولس او نظامي ځواک مو چې نن د هېواد د ساتنې لپاره سرونه قربانوي دا کمه خبره ده؟

آیا د واک او قدرت تږي یو وار بیا تاریخي تېروتنې تکراروي، او د تېر تاریخ د تړونونو نه ذده کړه نه کوي؟

آیا پاکستان نن د پخواني انګلیس ځای ناستی نه دی چې مونږ یې په ژبه غولېږو او امتیازات ورکوو؟

دا هغه پوښتنې دي چې هر وطن دوست او ویښ افغان ضمیر د دې پوښتنو ځواب غواړي، پرته ددې مونږ بیا تاریخ تکرارولو ته نه پرېږدو. افغان حکومت او په څوکیو ناست حاکمان دې د خپل قدرت د بقا لپاره، ددې خاورې خپلواکي په چا نه خرڅوي.

ع.ح.خلیل

Comments are closed.