The news is by your side.

پاکستان اسلام ته په سپکاوي میرمن او خاوند خوشي کړي، تاسو څه وایاست؟

خبریال ویب پآڼه/ اوه کاله کیږي چې عیسوي میړه او ښځه د پاکستان زندان کې اسلام ته د سپکاوي په تور زندانیان وه خو اوس یوې محکمې هغوی بې ګناه بللي او خوشي کړي یې دي.

د راپورونو پر بنسټ ویل سوي د لاهور هایکورټ یوې ځايي محکمې اېمنیول، او شګفته په دې تور چې اسلام ته يې سپکاوی کړی وو، زنداني خو اوس يې دواړه خوشي کړي.

دا هغه پاکستان دی چې موږ ته جهادیان استوي

په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې اسلام ته پکښي سپکاوی کیږی په دې هېواد کې د هر مذهب پیروان سته خو دا چې دوی ډیره ازادي لري نو هره ورځ په داسې یو عمل خپل ځان مشغلوي چې اسلام ته يې سپکه ورسیږي خو تراوسه پوري هیڅ یو داسې عمل کوونکی په خپلې سزا ونه رسید بلکې باعزته خوشي سو.

اوس محکمې خپله دوسیه داسې جوړه کړې  چې پر تورنو کسانو هغه شواهد چې اړینه وه نه وه نه سوه وړاندې ځکه نو یې دوی د خوشي کولو اقدام وکړ.

خو دوی ولې اوه کاله زندان کې وه او ولې اوه کاله وروسته بې ګناه وپيژندل سول؟ پاکستان تل د خپلو ګټو او پیسو لپاره اسلام څه  چې خپل هرڅه لیلام  کړي او په هرڅه معامله کولای سي.

پاکستان تل خپلې فیصلې او خبرې اخیستې

کله چې د اسرائیلو او فلسطینیانو تر منځ اوسنۍ شخړه چې موده مخکې وه پېښه سوه نو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په لړ کې د یهودیانو پر ضد خپلې څرګندونې وکړې خو چې ویې لیدل پر دې نړۍ او امریکا ورته قهریږي نو سمدلاسه يې وویل چې دوی د یهودیانو ملاتړي دي او داسې کوم څه نسته چې پاکستاندي له اسرائیلو او یهودیانو سره دښمني ولري.

پر همدې مهال د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي پاکستان په مناقفت تورن کړ او ویې ویل پر یوه وخت د پاکستان په خوله کې دوه ژبې دي  چې دا د منافقت تر ټولو لوی مثال دی.

پاکستان تل کوښښ کړی ځانړ په سیمه کې د اسلام مدافع وښيي خو له داسې کړنو يې مالومیږي چې همدوی اسلام خرڅوونکې او معامله کوونکي دي

Comments are closed.