The news is by your side.

د پوځ تر بمبار وروسته طالبانو د ورانکاري لار بدله کړه

خبریال وېبپاڼهپه پاکستان کې مېشتو طالب مشرانو په یوه ناڅاپي‌ فرمان کې د ورانکاري په تړاو له خپلو قوماندانانو غوښتي‌ چې د دولتي تاسیساتو د ړنګولو او چورکولو ویډیوګانې دي نه خپروي او هڅه دې وکړي چې د چور او چپاول نه ځايي کلیوال(وارنکاري) وساتي.‌

هغه مکتوب چې په پآکستان کې د افغان طالبانو لپاره لیکل شوی د کوتې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته را استولی دی.‌

طالبانو دا فرمان وروسته له هغه جاري کړ چې په هلمند کې افغان پوځ هغه ورانکاري بمبار کړل چې طالبانو ته ورپرې ایښې یوه قرارګاه یې چور کوله.

طالبانو په خپل لیکل شوي فرمان یا مکتوب کې له وسله والو قوماندانانو دا هم غوښتي دي چې که چېرته د پوستو چور کول او ورانول لازمي وو نو بیا دې دا کار د ویډیو جوړولو پرته وکړي چې په جور او تالان یې نړۍ او افغانان خبر نشي.

طالبان چې اوس یې د پلونو؛ سړکونو او ملي‌تاسیساتو ورانولو ته مخه کړې ده تر بل هروخت د ولس له لوري په بده سترګه ورته کتل کېږي.

خلک وايي چې دملي تاسیساتو ورانول او له منځه وړل د پاکستان غوښتنه ده او طالبان هڅه کوي چې د پاکستان غوښتنه پوره او افغانستان یوځل بیا په کنډوالو بدل کړي.

که څه هم تر دم ګړیه طالبانو دا نه منل چې امنیتي پوستې او تاسیسات د دوی له لوري‌ چور شوي‌ دي؛ خو اوس یې دا خبره رسمآ د یوه مکتوب یا فرمان په صادرولو منلې ده چې تر

دې وړانديچور او تالان طالبانو کړی دی.

دافغانستان په بیلا بیلو ولایتو او په ځانګړي ډول هلمند او لغمان کې طالبانو د ځايي خلکو په نوم هغه تاسیسات چور او تالان کړل چې د جګړې پر مهال یې نیولي وو.‌
دا موضوع په خواله رسنیو کې د طالبانو په خلاف دومره خوره شوه چې لوی او واړه د طالبانو نه نفرت لازیات کړ.

اوس طالبان هڅه کوي چې هغه را پارېدلي‌ نفرتونه بېرته په داسيیوه فرمان حل کړي.‌   

Comments are closed.