The news is by your side.

د بې وسه حکومت مشر پر ځان عرض کړی

خبریال ویب پاڼه/ کابل ولایتونه او په ټوله کې افغانستان تر یوه سخت حالت لاندې تیریږي او نژدې هره ورځ زموږ هېوادوال د همدې کمزوري دولتداري او مسؤلینو د بې غورۍ له امله د ژوند وروستۍ ساندي وهي.

د افغانستان دولسمشر دویم مرستیال چې د دولت یو عالي رتبه او مافوق مشر هم بلل کیږي پر دولت چارواکو عرض کړی یعني پر ځان یې عرض کړی او ویلي یې دي چې امنیتي مسؤلین دي په کابل کې دي د نسل وژنې مخه ونیسي.

هغه نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلې چې امنیتي مسؤلین باید کابل ښار کې د نسل وژنې مخه ونیسي او خلکو ته ځواب ووايي

خو له سرور دانشه باید دا پوښتنه وسي چې ته له خپلو امنیتي مسؤلینو پوښتنه ونکړې نو هغوی به څه وخت د خوار ولس چې هره ورځ په پیښو کې ځان او د کورنۍ غړي له لاسه ورکوي نو هغوی به څه ځواب ترلاسه کړي.

دانش چې د ارګ په امنیتي قمربند کې ناست او ویلي يېدي چې په کابل کې زرګونه کسان تر امنیتي ګواښ لاندې ژوند کوي او هره ورځ قرباني ورکوي.

دانش وړاندیز کړی چې خلک دي یاخپله طرحه وړاندې کړي او یادي هم د امنیت د ټينګښت لپآره د خلکو طرحه ومني ترڅو د کابل امنیت بهبود پیدا کړي.

تراوسه پوري لاهم بهبود څه چې هره ورځ د کابل ښار امنیتي وضعیت خرابیږي او د دې ولایت په ډيری ولسوالیو کې د طالبانو څرک هم پیدا سوی او وخت ناوخته پر دولتي هدفونو او کسانو باندې بریدونه کوي.

خلک له قوماندانه که دانشه پوښتنه کوي

سرور دانش چې له لویه سره هم یوازي د خپل ځان لپاره یې کار کړی د ولس د خدمت په برخه کې يې تراوسه هم ځان نه دی ستړی کړی غواړي چې یوازي د فېسبوک لیکنې له لارې د افغان ولسمشر د دویم مرستیال په توګه خپل مسؤلیت ادا کړي خو خلک د دانش په شتون کې د حوزې له امره او امنیه قوماندانه هیڅ پوښتنه نه کوي او همدی به د لومړي مسؤل په توګه تر ګریوانه نیسي.

خو له دانشه لاره ورکه او پر خپل ځان یې عرض کړی د فېسبوک پرځای نوموړي د کابل ټول مسؤلین وغوښتای سوای او د کابل د امنیت په هکله به یې متوجې او ترې پوښتنې کړې وې خو دی یوازي غوښتنه او عرض کړی دی

Comments are closed.