The news is by your side.

پاکستان: د محب خبرو زخمونه پکښي جوړ کړي او درد ورته رسیږي

خبریال ویب پاڼه/ څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د پاکستان په هکله ننګرهار ولایت کې توندي څرګندونې وکړې چې له څه وروسته رسنیزې او د پاکستان سخت غبرګون يې را وپاراوه.

حمدالله محب پاکستان له افغانستان سره په دوه مخۍ، سیمه کې ترهه ګرۍ او د تیرو څلورو لسیزو د جګړې په ملاتړ تورن کړ او د پاکستان د دویم هغه بد مخ څخه يې پرده پورته کړه محب دا څرګندونې په یوه غونډه کې وکړې چې له هغه وروسته د حمدالله محب دا څرګندونې وغندلې او نژدې هره ورځ يې په دې هکله بیانونه کول.

پاکستان د حمدالله محب د څرګندونو مقابل کې له هغه سره مقابل وروستي اقدام کې ورسره رسمي اړیکې پرې او زیاته يې کړه چې نور د افغانستان ملي امینت سلاکار حمدالله محب سره رسمي اړیکي نه پالي.

نن تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي یو ځل بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په یادوه سره ویلي کله چې د محب څرګندونې واوري نو خورا درد احساسوي پاکستاني رسنیو ویلي چې قریشي  محب په څرګندونو خورا خواشیني څرګنده کړې ده.

قریشي ددې څرګندونو ترڅنګ له افغانستانه  د نړیوال ائتلاف له وتلو وروسته د حالاتو په هکله خبرې کړې او ویلي دي چې حالات به یوه نارک پړا وو ته ننوزي.

د قریشي له خبرو څرګنده سوه چې دی پاکستان بیاهم مهم او د سولې خبرو کې همکاره او صادقه بولي او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په خبرو ورته له زړه څخه درد رسیږي.

پاکستان په خپل لوی او وروستي اقدام کې له حمد الله محب سره سفارتي او رسمي اړیکې پرې کړې او د هغه څرګندونې يې د پآکستان  لپاره سپکاوی بللی.

له دې اقدام وروسته د محب غبرګون

د افغانستان ملي امنیت سلاکار د پآکستان له دې دریځه وروسته وویل پر ځای د دې چې له ما سره اړیکي  پرې کړئ له ترهه ګرو او تروریستانو سره اړیکي پرې کړئ، حمدالله محب د ننګرهار په څرګندونو پاکستان د افغانستان د څلورو لسیزو جګړې تر شا بللې او د پاکستان پر سیاسي دوه مخو څېرو يې سختې نیوکې کړې وې

Comments are closed.