مخ پر زوال پاکستان نا امنۍ اسلام اباد ته رسیدلې وسلوالو دوه عسکر غځولې
خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې چې د نا امنیو لړۍ د پاکستان پلازمینې ته رسیدلې او هلته نامالومو وسلوالو دوه پاکستاني عسکر په یوه چریکي برید کې په نښه او هلاک کړي دي.
په دې وروستیو کې په ټول پاکستان کې د نا امنیو ګراف لوړ سوی او په بیلابیلو سیمو کې يې وسلوال عملیاتونه کوي چې پرمهال يې د پاکستان عسکر په هلاکت رسیږي.
د پاکستان تر څنګ د دې هېواد تر ولکه لاندې پښتونخوا او بلوچستان کې هم دا ډول زیات بریددونه ترسره کیږي چې پاکستاني عسکر او دولت یې وارخطا کړي دي.
راپورونه وايي چې نن اسلام اباد کې نامالومو وسلوالو چې په وسلو سمبال ول دوه پاکستاني عسکر په نښه او هلاک کړل چې وروسته له سیمې څخه وتښتېدل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم د دې پیښې پخلی کړی د دې وزارت یوه ویاند شیخ رشید احمد ویلي اسلام اباد کې پولیس په ګزمه را وتلي وو، چې پرې برید سوی او دواړه یې ځای پر ځای هلاک کړي.
تراوسه پوري د دې پیښې مسؤلیت چا نه دی منلی خو تل د دا ډول پیښو مسؤلیت د تحریک طالبانو ډلې پر غاړه اخیستی.
په ورته وخت تیره ورځ هم په محکومه پښتونخوا کې د پاکستان تیري کوونکې عسکرو په وړاندې یو شمېر وسلوال پورته سوي او د ماین چاودنه يې پرې کړې.
اپورونه وايي چې په یوه ماین چاودنه کې پر پاکستاني عسکرو یو ځل بیا تندر راغورځیدلی چې یو شمېر يې په هلاکت رسولي او مرګوني يې زخمیان کړي دي.
د خیبر پښتوخوا په یوه قبایلي سیمه کې دوه پاکستاني عسکر د ماین خوراک سوي او ځای پر ځای قتل سوي او همدارنګه یو بل کس يې مرګونی ژوبل دی.
پیښه هغه مهال رامنځ ته سوه کله چې د پاکستاني عسکرو موټر پوستې ته د تګ په حال کې وو، او د پوستې مخې ته ځا پرځای سوي ماین پرې چاودنه وکړه.
راپورونه وايي چې دا پیښه د شمالي وزیرستان د کاني ګرم په سیمه کې ترسره سوې او وسلوالو د پاکستاني عسکرو د پوستې مخې ته ماین ځای پر ځای کړی وو.
هلاک سوي عسکر د پاکستان د پوځيانو د لیکو غړي دي او د کراچي ښار اوسیدونکي دي، تراوسه پوري کومې ډلې د دې پیښې مسولیت نه دی منلی خو داسې بریدونه تل د تحریک پاکستان ډله ترسره کوي.
Comments are closed.