The news is by your side.

افغانستان پاکستان ته، موږ د سولې تخريبوونکي پیژنو

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت په خپل نوي دريځ پاکستان ته په پيغام واضحه کړې چې دې هېواد ته . سولې راتګ برخه کې د خنډ اچوونکو په هکله مالومات لري او هغه ټوله نړۍ او موږ پيژنو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او دا څرګندونې يې ورته کړې.

افغان وزارت په خپلو څرګندونو کې ويلي چې د سولې په وړاندې خنډونه هغه څوک جوړوي چې افغانستان کې يې د سولې راوستلو لپاره افغانانو او نړيوالې ټولنې ته د رد ځواب ويلي وي.

هغوی د سولې غوښتنه د افغانانو برحقه غوښتنه بللې خو یو څوک يې تورن کړی چې په دې برخه کې ستونزې جوروي.

څو اونۍ وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي په خپلو څرګندونو کې ويلي وو، چې د افغانستان دننه او بهر يو شمېر عناصر سته چې چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه سي، هغه د کوم چا نوم وا نه خيست.

نن چې د بهرينو چارو وزارت دا ويلي چې د سولې تخريبوونکي ټول پيژني پاکستان به هم پوی سوی وي.

ولې افغانستان دا پيغام خپور کړ

پاکستان لوبه لوبوي چې غواړي په دې اساسو او مهمو شرايطو کې لوبه او خپلې شومې کړنې پر بل چا واوړوي او د خپل منفعت لپاره د صداقت ښکاره کولو او همکارۍ د دوام ښکارولو لپاره دا ډول څرګندونې وکړي، خو دې لوبې کومه ګټه ونکړه او د افغان دولت له لوري پاکستان خپل اړين او مهم ځواب ترلاسه کړ دوی به نور هم په خپلو ټولو چارو کې بدلون راولي ځکه افغانستان وخت پروخت په پوهيږي او د هرې لوبې پيل ورته شنډوي.

د افغانستان جديت پاکستان هم لږ وارخطا کړی او تر يوه بريده به کنټرول سي خو د پاکستان د بشپړ سمیدلو لپاره يوې نريولې اجماع ته اړتیا ده ترڅو په زور او فشارونو دا دوه مخی هېواد و پوهوي چې نورې دي لوبې ختمې او له ترهه ګرو روزنې ملاتړ او تجهيزه لاس واخله.

د پاکستان په وړاندې سنګر

افغان ولسمشر پاکستان همکاريو ته را وباله او زیاته يې کړه که چيری پاکستان خپلو دې کړنو ته دوام ورکړي نو موږ مجبوره يو چې د طالبانو پر ځای لومړی له پاکستان سره سوله وکړو.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پاکستان په افغانستان کې د څلويښت کلنې نيابتې جګړې په ترسره کولو او ترهه ګرو څخه په ملاتړ تورن کړ

Comments are closed.