The news is by your side.

درې اړخیزه ناسته، د زور له لارې حکومت نه منو اوربند او نوې پریکړي

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان، چین او پاکستان درې اخیزه ناسته چې  د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري په ویډیويي شکل ترسره سوه پکښي پر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې سوې.

په دې ویډیو یي کنفرانس کې  چې د دریو واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی وو، د افغان سولې د بهیر پر چټک والي او دې ته ورته نور مواردو په هکله مفصل بحث سوی.

تراوسه پوري د افغانستان چین او پاکستان ترمنځ درې نورې درې اړخیزه ناستې سوې  چې په دې ناسته سره یې دا څلورمه سوه چې یو له بل سره یې بحثونه کړي دي.

د ناستي وروستۍ برخه کې درې اړخیزه پریکړه هم رامنځ ته سوې او د یوې اعلامیې په توګه وړاندې سوې چې مهم موارد يې په افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې بې ثباتي بلل سوې او ویلي يې دي چې د افغانستان جګړه ټوله سیمه اغیزمنه کوي همدارنګه اعلامیه وايي چې د دې ستونزو په پام کې نیولو سره ګډو هڅو ته اړتیا ده، د درې واړه هېوادونو له لوري په خپره سوې اعلامیه کې پر دې ټینګار سوی چې باید په افغانستان کې دایمې اوربند رامنځ او روانې جګړې ته د پاي ټکی کښېښودل سو.

په ورته وخت کې د سولې اوسنۍ خبرې یو فرصت بلل سوی او ویل سوي چې حکومت او طالبان باید له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

د  پاکستان او چین رول

چین د بحث یوه کوچنۍ برخه خو پاکستان د ټول بحث هسته ګڼل کیږي که څه هم امریکا او نورو هېوادونو د سولې په خبرو کې پاکستان منزوي کړی خو که چیري دا هېواد په رښتیني ډول وغواړي چې د سولې پروسه کې مرسته وکړي او یاهم امریکا او متحدین یې پرې فشار زیات کړي نو لیري نه ده چې دا هېواد به پر طالبانو د پوره نفوس لرلو له امله وکړای سي چې د جګړې پای ته رسولو او اوربند راتګ په برخه کې مثبت تمام سي خو پاکستان په مقت ډول داسې هیڅ نه کوي او غواړي د هرڅه  په بدل کې یو منفعت ترلاسه کړي چې په اوس وخت کې افغانستان پاکستان ته د منفعت په ورکولو کې پاتي راتلای سي

Comments are closed.