The news is by your side.

ستانګزي د جګړې مشروعیت او تاوان په هکله نوې څرګندونې کړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغان مرکه چي پلاوی مشر معصوم ستانګزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې جګړه کول نه یوازي د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په تاوه ده او منفي پایلې لري.

هغه د اروپايي ټولنې له مشر توماس نیکلاس سره دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې افغان دولت  هر راز خبرو ته چمتوالی لري او پر طالبانو يې هم ږغ وکړ چې جدي خبرو ته دي ستانه سي.

ښاغلي ستانګرزي وویل اوسنۍ روانه جګړه هیڅ راز مشروعیت نلري او باید و درول سي.

د سولې خبرې

دوه ورځې وړاندې د افغان دولت مرکه چي پلاوي څو غړي دوحې ته ولاړل او زیاته یې کړه چې هلته به د سولې برخه کې  جدي مذارکرات پیل کړي په ورته وخت داسې راپورونه هم موجو دي چې په نوې اونۍ کې به د افغان مرکه چي پلاوي مشر او نور پاتي غړي هم دوحې ته ولاړ سي او د سولې خبرو لپاره خپل کار پيل کړي.

خو تراوسه پوري دوحه کې د سولې خبرو به تړاو هیڅ راز دپرمختګ خبر نه تر سترګو کیږي او هیڅ راز داسې څرک هم نه لګیږي چې له مخې دي د سولې خبرو په هکله کومه هیله پیدا سي.

د طالبانو دریځ

طالبانو یوازيپه خوله ویلي چې د سولې خبرو ته ژمن دي او دوی به د سولې خبرو کې ګډون کوي خو په عملي ډول تراوسه د افغان دولت مرکه چي پلاوی دوحې ته تللی او سبا یل بل سبا به یې نور غړي هم ولاړ سي خو طالبانو په دې هکله تراوسه هیڅ دریځ نه دی څرګند کړی، خو داسې  نظریه لاهم سته چې طالبان به د ترکیې کنفرانس وروسته ښايي د دوحې پر خبرو تمرکز وکړي.

جګړه

د افغانستان نژدې په ټولو ولایتونو کې دا مهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې دوام لري طالبانو د خپلو دې بریدونو او جګړو په ترڅ کې د ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ هم نیولې دي چې تراوسه پوري دولت بیرته نه دی توانیدلی چې ترلاسه یې کړي په ورته وخت کې طالبان لاهم کوښښ کوي ترڅو نورې مهمې او ستراتژیکي ولسوالۍ یو په یو پسې ونیسي او تر خپلې ولکې لاندې يې راولي

Comments are closed.