The news is by your side.

د یوه طالب لور د پولیسو د حوزې امره ټاکل شوې

خبریال وېبپاڼه/ نجیبه نور دلاوري د جوزجان ولایت په قوش تېپه ولسوالۍ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یوه کلي کې لویه شوې ده.

د هغې پلار د اورپکې ډلې غړی وو، او د نجونو په ښوونه او روزنه باندې د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله د ډېرو نورو په څېر هغه هم مجبوره شوه چې له پنځم ټولګي څخه وروسته زده کړې پرېږدي.

دلاوري د خپل پلار او طالبانو پر وړاندې په بغاوت کولو سره، شپږ کاله مخکې جوزجان ولایت پولیسو سره یوځای شوه.

لږ وروسته، دلاوري خپل پلار وهڅاوه چې د طالبانو ډله پرېږدي.‌

هغې وویل:(( ما مې پلار ته وویل: که ته غواړې چې د طالبانو اورپکې ډلې سره کار ته دوام ورکړې، خلک به له تانه کرکه کوي، خو د دې پر عک، که ته غواړې چې له خپلې کورنۍ او خلکو سره واوسېږي، ته باید هغوی پرېږدې. ))

یو کال وروسته له هغه چې دلاوري له پولیسو لیکو کې شامله شوه، د هغې پلار ومنله چې د طالبانو ډله پرېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي، او کورنۍ یې په درزاب ولسوالۍ کې د هغوی له کور څخه د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته کډه شوه.

هغې وویل:(( شبرغان ښار ته زموږ له راوتلو څخه مخکې زه د پولیسو لیکو کې شامله شوم،‌ او یو کال وروسته زه له خپلې کورنۍ سره یوځای له خپل پلرنۍ سیمې څخه راووتلم. ))

له هغه وخت راهیسې، دلاوري په خپل ټول وس سره هڅه کوي چې د یوې پولیسې په توګه کار وکړي.‌

په ۱۳۹۶ کې هغه د یوې بورسیې په مرسته ترکیې ته لاړه ترڅو د پوځي روزنې یو پنځه میاشتنی پروګرام تعقیب کړي. دغه راز هغې په افغانستان کې په ګڼ شمیر دوو نه تر شپږ میاشتنیو روزنیزو کورسونو کې برخه واخیستله ترڅو خپل مسلکي مهارتونه پیاوړي کړي.‌

د تېرو شپږو کالونو په اوږدو کې، هغې په پولیس ځواک کې په بېلابېلو برخو کې خدمت وکړ. هغې د نورو کارونو په ګډون، د کورنیو ستونزو د حلولو د څانګې د مشرې او د ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو د مرستیال د دفتر د آمرې په توګه کار وکړ.‌

د غوایي په ۱۱مه، لومړۍ بریدمنې دلاوري،‌ چې اوس ۲۵کلنه ده، داسې څه تر لاسه کړل چې ښایي ډېر خلک فکر وکړي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رالویې شوې یوې نجلۍ لپاره ناشوني دي: هغه د شبرغان ښار د پنځمې امنیتي حوزې د آمرې په توګه وټاکل شوه.‌

هغې وویل:(( زه ډېره نېکمرغه یم چې زما خوب ریښتیا شو. ))

د جوزجان امنیه قوماندان غلام جېلاني ابوبکر د پولیسو د پنځمې حوزې د آمرې په توګه د دلاوري د ټاکنې د اعلان په مناسبت جوړ شوي خبري کانفرانس کې وویل، ښځې د پولیس ځواک مهمه برخه جوړوي.‌

هغه په یوه ویډیو کې چې د ازادي راډېو ګندهارا د غوایي په ۲۹مه خپره کړه، وویل:(( ښځې ولې زموږ د امنیتي حوزو د آمرینو په توګه کار ونه کړي؟ موږ کولی شو چې د ښځینه پولیس افسرانو په مرسته د سیمې لپاره امنیتي پوښښ برابر کړو. ))

دلاوري وویل:(( ما د مجرمینو د نیولو، پوځي عملیاتو، د تلاشۍ د پوستو جوړولو، ګزمو او تلاشیو په ګډون په بېلابېلو عملیاتو کې برخه واخیستله. ))

هغې په دغه خبري کانفرانس کې وویل، «نن ورځ‌ ماته یو غټ مسؤلیت راکړل شوی دی چې زه به یې په پوره ایماندارۍ سره ترسره کړم. مقاماتو په ما باندې باور کړی دی، او زه به د هغوی باور پرځای کړم.»

د هغې په خبره:(( زموږ د خوبونو د ریښتیا کېدلو یواځینۍ ګټوره لاره سوله ده. طالبان هم زموږ هیوادوال دي، او زه هیله لرم چې زموږ ټولو په ژوند په هېواد کې یوه تلپاتې سوله راشي. ))

هغې وویل:(( د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته. ))

هغې وویل چې شبرغان ته د دې له راتګ څخه وروسته، طالبانو څو څو ځلې ورته ګواښونه کړي دي. خو دې هېڅکله د هغوی خبرو ته سر نه دی ټیټ کړی، او په پولیس ځواک کې یې کار ته دوام ورکړی دی.

دلاوري وویل، له بده مرغه چې موږ خپل ټول وسایل او ژوند پریښود… او دا هغه قربانۍ وې چې موږ ورکړې، خو زه تسلیم نشوم.

په جوزجان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نفیسې حقجو وویل چې دا د یوې پولیس افسرې په توګه د دلاوري زړورتیا ستایي.‌

هغې وویل:(( په دې شرایطو کې، ښځې په پولیس ځواک کې خدمت کولو ته لږ زړه ښه کوي،» او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې جدي خطرونه موجود دي. ))

لیکوال: زیار مخکښ

Comments are closed.

koi finance