The news is by your side.

امریکا ته د اډو ورکړې په برخه کې د پاکستان تازه او نوی دریځ

خبریال ویب پاڼه/ امریکا ویلي چې په نژدې هېوادونو کې به د خپلو سرتیرو وتلو وروسته پوځي اډې جوړي کړي خو تراوسه پوري پوره باورنه دادي چې د دې کار لپاره پاکستان غوره سوی.

د پاکستان نوی دریځ

پاکستان ویلي چې تراوسه يې له مریکا سره د ځنکنیو او هوايي اډو په اؤه نوی تړون نه دی کړی او نه هم کوم پلان ورته لري دا څرګندونې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند زهاد حفیظ کړې دي هغه ویلي دواړو هېوادونو په ۲۰۰۲ زیږدیزکال کې د همکاریو یو تړون لاسلیک کړی وو، چې پر بنسټ يې تراوسه پوري د دوی او امریکا همکاري روانه ده خو ويې ویل د نویو اډو په هکله تراوسه کوم تړون نه دی سوی.

پاکستان په ۲۰۰۲ کال کې

کله چې امریکا افغانستان ته د راتګ تکل وکړ او د طالبانو د رژیم د نسکورولو خبره یې وکړه نو ورسره سم د لاسه د طالبانو ستراتژیک ملګري پاکستان خپل ملګري طالبان امریکا ته د ډالرو د بنډلونو په بدل کې تر لاس او پښتو ونیول اډې يې ورکړې هوايي حریم يې ورکړ طالبان مشران يې لاس تړلي په لاس ورکړل او داسې نورې هغه کړنې چې طالبان يې بایدی هیرې نکړې ترسره کړې، خو اوس چې د طالبانو پر ادعا امریکا ماتې خوړلې پاکستان کوښښ کوي چې بیا همدا امریکا د طالبانو لپاره نژدې وساتي او دا ډله یو ځل بیا له پښو په وغورځوي تراوسه پوري طالبانو کوم کلک غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستان په اوسني  خراب اقتصادي  وضعیت کې مجبوره دی چې امریکا ته اډې ورکړي او هغه پیسې چې دوی به یې تر لاسه کوي په خپلو اړتیا وو مصرف کړي تراوسه پوري پاکستان او امریکا په رسمي ډول نه ده منلې خو په غیري مستقیم ډول کمپاین روان دی چې پآکستان خپل ځمکنی او هوايي حریم پر امریکا یوځل بیا د  دوه نیم اربه ډالرو په بدل کې خرڅوي او هغوی به خپل هوايي پروازونه د افغانستان پر فضا د پاکستان له ورکړل سویو اډو ترسره کوي پاکستان که څه نه يې مني خو داسې شواهد سته چې پاکستان په دې کار پیل کړی او له امریکا سره یې دا خبره خوښه کړې

Comments are closed.