The news is by your side.

افغانستان د پاکستاني او بهرنیو ترهه ګرو په هدیره بدل سوی

 که څه هم طالبان وایي چې له القاعده او نورو بهرنیو ترهه ګرو ډلو سره اړیکي نلري خو کله چې د جګړې ډګر کې طالبان له افغان ځواکونو سره مخامخ سي نو د دوی ترڅنګ پکښي ډیر بهرني ترهه ګر چې ډیری يې پاکستانیان دي وژل کیږي.

په دې وروستیو کې موږ او تاسو ولیدل چې د افغانستان د هلمند ولایت په ګډون بغلان لغمان او نورو ولایتونو کې سختې نښتې او جګړې وسوې خو له  جګړې وروسته جوپې جوپې مړي پاکستان ته ولیږدول سول او کوم بهرنیان چې نه لیږدول کیدل دلې ښخ سوي

نن ملګرو ملتونو هم دا تائید کړه چې د طالبانو او القاعده شبکې اړیکي نه دي پرې سوې او دا ډله لاهم له القاعده سره ژورې اړیکې لري.

په ورته وخت کې افغان چارواکو په یو شمېر ولایتونو کې  د جګړو پر مهال د بهرنیو او پاکستانیانو د وژلو ادعاوې کړې او ویلي یې دي چې بهرني ترهه ګر له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو د وژلو ادعا پر داسې مهال کوي چې  له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل سوي دي.

د ننګرهار ولایتي ویاند عطاالله خوږیاني ویلي ۱۳۹ طالبانو  کې ډيری يې پاکستاني او نور بهرني جنګیالي دي چې په ننګرهار کې يې د افغان ځواکونو سره نښتو کې له منځه تللي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ادعا کړې چې په  هلمند کې د القاعده او طالبانو ګډ پټن ځایونه په نښه کړي چې د عباس په نوم د القاعده شبکې یو غړی او شپږ پاکستانیان  وژل سوي.

تراوسه پوري طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي خو دا یې تل ویلي چې له القاعده سره اړیکې نلري.

د ملګرو ملتونو راپور

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې نړیوالو ته خواست سوی چې د افغانستان په هکله باید تصمیم ګیري وسي ځکه کیدلای سي چې طالبان بیا واک ته ورسیږي په دې راپور کې ویل سوي په طالبانو باور نه دی په کار او د دې ډلې په کړنو کې کوم تغیر هم نه دی راغلی او داسې څرک نه مالومیږي چې طالبانو دي له القاعده سره اړیکې پرې کړې وي.

شواهد او ادعاوي

پر طالبانو همدا شواهد دي چې لاهم افغانستان کې د القاعده غړي وژل کیږي او د لته له دوی سره د پاکستانیانو په ګډون ډیر زیات جنګیالي شتون لري چې په هکله یې طالبان چپ پآتي دي  

Comments are closed.