The news is by your side.

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو خطرناکه خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ د ملګرو ملتونونو امنیت شورا د افغانستان د راتلوونکي په هکله اندېښنه ښودلې او طالبان يې په خپلو ژمنو کې صادقه نه دې بللي دا شورا وایي چې طالبان باید اوس لا کنټرول سي.

د ملګرو ملتونو  امنییت شورا په باور که اړین اقدامات ونه سي نو افغانستان به یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولویږي او طالبان به دې هېواد کې یوځل بیا واک تر لاسه کړي.

ملګرو ملتونو د خپل وروستي راپور پر بنسټ ویلي چې طالبانو لاهم له القاعدې ډلې سره اړیکي نه دي پرې کړې او اوس هم دغه دوه ډلې یو له بل  سره نژدې اړیکي لري، دې شورا د طالبانو له لوري په وروستیو ورځو کې افغان حکومت ته هم ګواښ پیدا کړی.

راپور کاږي که چیري د طالبانو په وړاندې اړین اقدامات ترسره نه سي نو شوني ده چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیږي د افغانستان د څار ډلې په خپل  راپور کې دا هم اضافه کړي چې تراوسه پوري مالومه نه ده او نه هم داسې څه ترسترګو کیږي چې وښيي طالبانو دي له القاعده شبکې سره اړیکي پرې کړې وي.

کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې سرتیري به یې ت سپټمبر پر ۱۱ نېټه ټول له افغانستانه وزي نو ورسره سمدلاسه د القاعده شبکې منسوبه پیغام ترلاسه سو چې پکښي يې طالبان خپل ملګري او امریکا يې ګواښلې وه چې القاعده به یې په وړاندې اقدامات او عملیات کوي او تر هغو به د دوی مبارزه دوام لري ترڅو امریکا خپل پوځیان له ټولو اسلامي هېوادونو ونه باسي.

خو امریکا د القاعدې پر دې پیغام هومره تکیه ونکړه او یوازي غواړي چې خپل پیل سوی کار د سرتیرو ایستل یوځل بشپړ کړي خو اندېښنې او وړاند وینې دادې چې دامریکایي ځواکونو وتلو وروسته حالات خرابیږي او له کابو کولو وزي ځکه نو د ملګرو ملتونو په ګډون ډیری سیمه ییز هېوادونه ویره لري چې هسې نه یو ځل بیا افغانستان د درنو جګړو شاهد او طالبان واک ته ونه رسیږي خو په عمومي ډول دا تضمین موجود دی چې امریکا به له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او همدارنګه ناټو به په روزنیزه او مالیایتي برخه کې د افغان دولت مرستندویه وي

Comments are closed.