تېر کال ۳۰۰ افغانانو ځانونه پخپله وژلي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د نړۍ په پرتله په افغانستان کې د ځان وژنې شمېر کم دی، خو تېر کال بیا لسګونه افغانانو ځانونه پخپله وژلي دي.
افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په سلو کې ۷ سلنه افغانان د ځانوژنې هڅې کوي، چې ځینې هغه یې بریالي کېږي او نور له هڅو ناکام پاتې کېږي.
دغه وزارت ویلي، یوازې پروسږ کال له ۵۰۰ زیاتو کسانو د ځانوژنې هڅې کړې، چې په هغو کې یې شاوخوا ۳۰۰ کسانو ځانونه وژلي دي او نور ژغورل شوي او یا له دغه کار څخه لاس په سر شوي دي.
د دغو معلوماتو پر اساس، چې په افغانستان کې د ځانوژنې تر ټولو لوی لامل بېوزلي او کورنی تاوتریخوالی دی، چې خلک په ځانګړي ډول ځوان قشر ځان وژلو ته اړ کوي.
ویل کېږي، د ځانوژنې ډېره برخه ښځینه دي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله خپل ژوند ته پخپله د پای ټکی ږدي.
بلخوا روغتیاپالانو هم منلې، چې په افغانستان کې ځانوژنه اوسمهال عادي چاره ګرځېدلې او په وینا یې چې کورنی تاوتریخوالی، جګړه، مینه، بېوزلي او نور یې لوی لاملونه دي.
روغتیاپالان ځانوژنه یو ډول رواني ناروغي ګڼي او زیاتوي چې اوسمهال ډېری هېوادوال له دې ناروغۍ کړېږي.
د افغانستان د روغتیا وزارت هم د روغتیاپالانو د خبرو په تایید ویلي، چې شاوخوا ۴۶ سلنه هېوادوال رواني ناروغي لري او په هغو کې یې لږ تر لږه ۷ سلنه کسان د ځانوژنې هوډ لري، چې ځینې یې بریالي کېږي.
دغه وزارت د ځانوژنې د ځینو پېښو ثبت ته په اشارې ویلي، چې د دغه عمل ډېر ترسره‌کوونکي ښځې دي، چې په بېلابېلو سیمو کې په مختلفو طریقو ځانونه وژني.
د معلوماتو له مخې، چې په ځانوژونکو کسانو کې لوستي او نالوستي دواړه شته او په دې کې یې ډېر هغه کسان دي، چې عمرونه یې ۱۸ تر ۳۲ کلنۍ پورې وي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More