The news is by your side.

نتانیاهو د خپل عمل په سزا رسیږي

خبریال ویب پاڼه/ د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دنده چې اوس مهال د اسرائیلو رژیم لومړی وزیر دی پای ته رسیږي او د ده پر ځای به بل څوک دې دندې ته ستنیږي.

د اسرائیلو ژريم چې له کلونو کلونو را په دې خوا د فلسطینیانو سره په کشاله اخته دي او ورباندې ظلمونه کوي په نړۍ د مسلمانانو په ګډون د زیات شمېر نورو کسانو له لوري د یوه مستبد او ظالم رژیم په توګه پيژندل کیږي.

د اسرائیلو د مستبد رژیم مشر اوس مهال بنیامین نتانیاهو دی چې د خپل ظلم په سزا ورسید او د اسرائیلیو په کور دننه ستونزې د دې لامل سوې چې نور نتانیاهو باید له واکه لیري او د خپل ظلم ثمره وڅکي.

راپورونه وايي چې د ټولو سیاسي جنجالونو سره پای کې اوس مهال د اسرائیلو اپوزیسون په دې سلا سوی چې نوی حکومت رامنځ ته او د نتا نیاهو واکمني پای ته ورسوي.

د اسرائیلو اپوزیسون ویلي چې دوی د نوي حکومت پر جوړیدلو سلا سوي او نور به د نتا نیاهو ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیږي او پرځای به یې بل څوک راسي.

ایلل شعرون چې د اسرائیلو مخکنی لومړی وزیر وو، ۱۲ کاله وړاندې خپله چوکۍ نتانیاهو ته پریښوده خو اسرائیلو څلور ځله ټاکنې وکړې چې وروستۍ ټاکنې يې تیره مارچ میاشت کې ترسره سوې چې کومه پایله یې نه لرله.

تراوسه پوري د اپوزیسون دې غوښټنې او پریکړې ته د نتانیاهو کسانو او ده خپله غبرګون نه دی ښودلی خو که چیري له واکه دا کس لیري نه سي نو داسې ښکاري چې اسرائیل به د ګډوډیو لورته ټېل وهل سي او دا ګډوډۍ به وکړای سي چې د دوی د ملا تیر مات مات کړي؟

اسرائیل په منځني ختیځ کې د عربو په منځ کې پراته هغه ظالم مستبد خلک دي چې له تیرو څو لسیزو را په دې خوا يې د بیت المقدس پر پآکه خاوره او د فلسطینیانو پر کورونو او ځمکو قبضه کړې او خپلو ظلمونو ته يې دوام ورکړی خو  د اسلامي نړۍ پایتخت سعودي عربستان او نور عرب هېوادونه د اسرائیلو د ټولو ظلومونو په وړاندې  چپ دي او له ډاره له اسرائیلو سره ښې اړيکي ساتي

Comments are closed.