The news is by your side.

پر پاکستاني عسکرو جوړ قیامت هلاک او له پښو غورځول سوي

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې په یوه ماین چاودنه کې پر پاکستاني عسکرو یو ځل بیا تندر راغورځیدلی چې یو شمېر يې په هلاکت رسولي او مرګوني يې  زخمیان کړي دي.

د خیبر پښتوخوا په یوه قبایلي سیمه کې دوه پاکستاني عسکر د ماین خوراک سوي او  ځای پر ځای قتل سوي او همدارنګه یو بل کس يې مرګونی ژوبل دی.

پیښه هغه مهال رامنځ ته سوه کله چې د پاکستاني عسکرو موټر پوستې ته د تګ په حال کې وو، او د پوستې مخې ته ځا پرځای سوي ماین پرې چاودنه وکړه.

راپورونه وايي چې دا پیښه د شمالي وزیرستان د کاني ګرم په سیمه کې ترسره سوې او وسلوالو د پاکستاني عسکرو د پوستې مخې ته ماین ځای پر ځای کړی وو.

هلاک سوي عسکر د پاکستان د پوځيانو د لیکو غړي دي او د کراچي ښار اوسیدونکي دي، تراوسه پوري کومې ډلې د دې پیښې مسولیت نه دی منلی خو داسې بریدونه تل د تحریک پاکستان ډله ترسره کوي.

تیره ورځ هم د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید ترسره سوی دی چې په پایله کې یې نهه پوځیان هلاک سوي  او شپږ نور سخت ټپیان دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، دغه برید پرون مازدیګر رامنځته سوی دی.
په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید په داسې حال کې ترسره کیږی، چې له تېرو دوه اونیو راپه دې خوا د همزونې سیمې اوسېدونکي په میرانشا کې د پاکستاني پوځ د یو کمیپ مخې ته د راټول سوي او د خپلو نیول سویو کسانو د راخوشې کولو غوښتنه کوي.
سره له دې، چې د پاکستان حکومت په یاد برید کې یواځې د ۶ پوځیانو د ټپي کېدو او یو بل تن د وژل کېدو خبره مني؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې پر پوځیانو سوی برید خورا خونړی برید و، چې ۱۵ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

تراوسه پوري په محکوم بلوچستان کې بلوڅ ملتپال پر پاکستاني عسکرو مرګوني  بریدونه کوي او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې بیا تحریک طالبان د پاکستاني  عسکرو لپاره د هلاکت لامل ګرځيدلي او نژدې هره ورځ د پآکستان پوځیان په هلاکت رسوي دوی ویلي چې مبارزه به یې روانه وي

Comments are closed.