The news is by your side.

د امریکا دفاع وزارت وايي، سرتېرو یې تېر کال شل بې ګناه وژلي

خبریال وېبپاڼه/ پنټاګون وايي، چې ځواکونو یې پروسږ کال په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.  

دغه وزارت زیاته کړې، چې دا ولسي وګړي د دوی د ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې سهواً وژل شوي او ژوبل شوي دي.

پنټاګون په یوه راپور کې کانګرس ته په ۲۰۲۰م کې د بهرنیو جګړو پر مهال د ولسي وګړو راپور ورکړی، چې په هغو کې ۲۰ تنه یوازې په افغانستان کې وژل شوي دي.

په دغه راپور کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې یو ملکي وګړی په عراق، دویم په سومالیا او د درېم وژل شوي کس ځای نه دی لیکل شوی.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما ویلي، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د پروسږ کال په جریان کې ۸۹ ولسي وګړي وژلي او تر ۳۰ زیات یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کانګرس په ۲۰۲۰ م کې درې ملیونه ډالر د ملکي وګړو کورنیو ته د تاوان په توګه پنټاګون ته ځانګړې کړې، خو د رسنیو د معلوماتو له مخې چې دا پيسې لا هم د قربانیانو کورنیو ته نه دي رسېدلې.

طالبانو بیا د امریکا د ارقامو خلاف تېر کال زرګونه ملکي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یومانا او همدا راز د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وار وار د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشیني ښوولې او پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی دی چې د عامو خلکو پر ضد دې جګړه ودروي.

طالبانو له دې هر څه سره سره خپله ناروا جګړه روانه ساتلې ده او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اړوي چې عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

Comments are closed.