The news is by your side.

منظور پي ټي ام نور هم پیاوړی کوو

خبریال ویب پاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د هغه څه په اړه چې یو سیاسي ګوند جوړیږي غبرګون ښودلی او ویلي يې دي چې پي ټي ام هیڅکله سیاسي ګوند نه جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ مشر محسن داوړ په خپلو خبرو ویلي چې یوه سیاسي ګوند جوړیدو ته ځکه اړتیا ده کوم ملګري چې غواړي پارلماني سیاست وکړي نو دلته دي راسي.

خو منظور پښتین ویلي د یوه بحث روان دی چې  یوه سیاسي پارټۍ جوړیږي خو زه اول دا خبره کوم چې تحریک هیڅ پارټۍ نه جوړوي او له د تحریک له پارټۍ سره هیڅ اړیکه نسته.

د ده په وینا د پي ټي ام د چارو او غړیتوب لپاره به هڅې اوهلې ځلې لا نور هم چټکې کړي، د ده په وینا درې کلونو کط له ډیرو سختو ازموینو تیر سو خو راتلوونکي کې هم هر ډول ازموینو ته چمتو یو.

منظور پښتین وویل د خپل وطن او قام پ خاطر چې راته کومه لار په ګډو وټاکل سوه په هغه لاره به په مضبوطۍ او حوصلې سره ځو او وړاندې به ګورو.

څه هم  محسن داوړ داسې نه دي ویلي چې د ده سیاسي ګوند به د تحریک پوري اړه ولري خو یوازي يې یادونه وکړه چې د ګوند ټولې رسمي چارې يې بشپړې سوې  او اوس د کړنلارې نوم او نورو مواردو په هکله کار کوي او ډیر ژر به یې دغه سیاسي ګوند په فعالیت پیل وکړي، د ده په وینا د تحریک لاره بیله خو کوم ملګري چې غواړي پارلماني سیاست وکړي نو له دې لارې کولای سي چې ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د غورځنګ په هکله مهمې څرګندونې وکړې او زیاته يې کړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په هیڅ سیاسي ګوند پوري اړه نلري او نه هم دوی خپل فعالیتونه سیاسي کوي ده زیری ورکړ چې  د غورځنګ لپاره نور هم مخ وړاندې ځو او راتلوونکې کې به لا نور هم مضبوط قدمونه اخلو ترڅو د خپل قام او وطن لپاره مو کار کړی وي او د راتلوونکې لپاره موخپل مسؤلیت ادا کړی وي تر څو پښتانه نسلونه هوسا او ژوند يې ښه تیر سي

Comments are closed.