د هېواد دوولس نور ځایونه د خوندي سیمو لېست کې شاملېږي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره ۱۲ نوي ځایونه د خوندي شویو سیمو په نوملړ کې شامل کړي.
د دغې ادارې له لوري په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو سیمو رسمي اسناد د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د رئیس شاه زمان میوندي له خوا پرون لاسلیک شوي دي.
د پکتيا منډهیر، د خوست ادمامد، د لوګر د ازرې طبيعي ځنګلونه، د فاریاب ګرزيوان، د سمنګان کول بست او کول رحمت، د ميدان وردګو د شاه فولادي غره دويمه برخه، د ننګرهار دره نور، د لغمان د دولت شاه طبيعي ځنګلونه، د کاپيسا رېګ روان، د کونړ شمندوک او د دايکندي شهرستان په دغو خوندي شویو سيمو کې شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو سیمو له سروې او مطالعې وروسته رسمي اسناد لاسلیک شوي او ژر به د یوې غونډې په ترڅ کې د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي.
د افغانستان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې وايي چې د خوندي شویو سیمو پراختيا له افغانستان سره د نړیوالو همکاريو په جلبولو، علمي څېړنو، د ګرځندويانو جذبولو او د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.
ټاکل شوې وه چې د ٢٠٢٠ کال تر وروستيو د افغانستان د ټولې خاورې لږ تر لږه پنځه سلنه د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان شي خو د چاپیریال ساتنې ادارې ویلي چې تر ټاکل شوي هدف وړاندې تللي دي.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو په اساس تراوسه په افغانسان کې ۲۲ سیمې خوندي شوې اعلان شوي چې د بامیانو بند امیر، نورستان، د بدخشان واخان او په کابل کې کول حشمت خان یې له مشهورو سیمو څخه ګڼل کېږي.
خلک بیا د خوندي سیمو د امنیت پر تامین ټینګار کوي او هیله لري چې همدا سیمې د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره د لیدو وړ سیمې وګرځي او ټول امنیتي تدابیر پکې ونیول شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More