The news is by your side.

د پاکستان اعترف نور باید افغانستان کې د انحصار هڅه ونکړي، باور پرې وسي؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان اوس غواړي ځان بدل کړي او په خپلو پخوانیو پالیسو کې  تغیر راولي دوی ویلي نور په افغانستان د دوست حکومت لرلو تګلاره بدلوي او پر نورو چارو کار کوي.

پاکستان سفارت په یوه بیان کې دا څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې دا خبرې د عمران خان پر خبرو اطلاق کوي او هغه دا څرګندونې کړې دي.

عمران خان د خپلو خبرو په لړ کې ویلي چې په افغانستان يې د ستراتیژیک عمق پالیسي بدله کړې او په افغانستان کې چې هر حکومت د خلکو له لوري غوره سي پآکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونکړي.

د پاکستان سفارت په خپل اوږده بیان کې دا اعتراف هم کړی چې پر دوی د طالبانو د ملاتړ تورنه دي چې موږ د هغوی مشرانو ته پنا ورکړې په ۱۹۹۶ میلادي کال کې يې واک د طالبانو په رسولو کې هم مرسته کړې، او کله چې د امریکا په ګډون نور متحدین راغلل ورسره یې په شل کلنه جګړه کې هم مرسته کړې ده.

عمران خان په دې عقیده دی چې د افغانستان سوله د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په لاس کې ده او له هغه سره تړاو لري او هیله لري چې نور دلته د وینې تویونې مخه ونیسي

پاکستان ولې داسې کوي؟

پر پاکستان بیاهم  باور کول د ماشومانو کار دی  کله چې هغوی پالیسیو ته تغیر ورکوي نو ورسره سمدلاسه نوې لوبې هم پیل کوي د افغانستان ولسمشر چې تر پروسه يې پر پاکستان نسبت نورو ته باور وویل د پآکستان خبرې او عمل یوه نړۍ فرق سره لري.

له همدې امله یو شمېر نورو سیاسونو او دولتي مشرانو پاکستان سخت وټکاوه او له همدې امله پاکستان هم مجبور سو چې د یوه سند په شکل د خپلې بدلې پالیسۍ اړوندې خبرې رسینزې کړي چې سبا ورته یوڅه وي چې تاسو هغه وکړل موږ دغه وکړل.

د پاکستان وروستۍ هڅه داده چې افغان دولت سره اړیکي عادي وګرځوي او د اوس مهال لپاره دوی همدا لومړیتوب بولي او داسې هم انګیرل کیږي چې په دې کشمکش کې به طالبان هم حتمي صدمه ویني ځکه  پاکستان هڅه کوي لومړی نړۍ او بیا افغان دولت خپل صداقت ښکاره کړي

Comments are closed.