د هوايي ډګرونو په هکله د دولت ګونګتیا
خبریال ویب پاڼه/ که څه هم ورځ تر بلې ګواښونه زیاتیږي او ښايي چې ډیر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي خو دولت په دې هکله هیڅ اقدام نه دی کړی نه یې له خپله پلوه د هوايي ډګرونو د تنظیم او امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړی او نه يې هم کوم ډونر ورته نیولی.
دا لویه ستونزه ده
کیدلای سي چې د هوايي ډګرونو نه خوندیتوب د دې لامل شي چې موږ د نړیوالو ډیپلماټانو بارو له لاسه ورکړو او هغوی بیا کابل او افغانستان ته بیا سفر کولو ته زړه ښه نه کړي، په دې هکله باید افغان دولت یو څه وکړي.
د یو شمېر سفارتونو د تړلو خبر ورکول سوی چې ښايي په راتلوونکې کې د نا امنیو او ګواښونو له کبله یو شمېر هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه وتړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي په هغه صورت کې چې د کابل هوايي میدان د امنیت د تامین لپاره کوم اقدام ونه شي نو یو شمېر هېودونه اړ دي چې کابل کې خپل سفارتونه وتړي.
د یاد وزارت په خبره چې سفارتونه په کابل کې د امنیت تامین اوغواړي په لومړۍ ځینه کې د کابل هوايي ډګر امنیت د ډیپلماټانو لپاره خورا مهم دی ځکه چې هلته دوی تګ راتګ کوي.
ترکیې هېوا د کابل امنیت د تامین او چارو سمبالښت زمواري اخستلو لپاره تیاری ښودلی خو په دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو له ترکیې غوښتي چې باید له خپل دې اقدامه تیر شي او خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.
د کابل هوايي دګر د امنیت او خوندیتوب په هکله تراوسه د اندېښنو د ځواب لپاره افغان دولت هم چپ پاتي دی او په دې برخه کې يې هیچاته دا ډاډ نه دی ورکړی چې موږ به د کابل هوايي ډګر امنیت د تامین لپاره داسې وکړو او نه يې هم په دې هکله نور څه ویلي، خو په عمومي ډول سره د کابل هوايي ډګر د امنیت د تامین په برخه کې اندېښنې زیاتي او بهرنیان غواړي چې په هغه صورت کې خپل سفرونه افغانستان ته وکړي چې د هوايي ډګر ټول امنیت خوندي وي.
ناټو په دې وروستیو کې د کابل هوايي ډګر په ګډون د هېواد د ټولو هوايي ډګرونو د امنیت چارې افغان حکومت ته و سپارلې چې له هغه وروسته د ټولو هوايي ډګرونو خصوصا د کابل هوايي ډګر د امنیت د تامین په هکله اندېښنې راپورته شولې.
که څه ناټو ویلي چې د کابل هوايي ډګر سره به په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي خو باید په خوندي ډول سره د کابل هوايي ډګر وساتل شي او بهرنیانو ته ډاډ ورکړل شي چې کولای شي په ښه او خوندي ډول سره سفر وکړي خو تراوسه پوري د دې چارې په هکله کومه پریکړه نه ده شوې او لاهم څرګنده نه ده چې څه به کیږي
Comments are closed.