د عسکرو تر وتلو وروسته د امريکا او طالبانو د اړيکو بدلېدونکی لوری
خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې ددوحې تړون لاسليک کېدو طالبانو ته یو ځل بيا تاريخي فرصت ورکړ چې د سولې لاره وټاکي خپلې موخې د سياسي مبارزې او مذاکراتو له لوري تعقيب کړي خو ښکاري داسې چې دې ډلې يو ځل بيا د پخوانیو مجاهدینو په څېر د بريا هوا واخيسته او يو ځل بيا د زور له لارې قدرت ترلاسه کولو هڅه کوي.
اوس په داسې حال کې چې د طالبانو هغه غوښتنه او مشروعیت چې د هغه په بنسټ یې غوښتل جګړه وکړي د بهرنیو ځواکونو وتل هم يا پوره دي او يا د پوره کېدو په حال کې دي، مګر دوی اوس ورسره دا اسلامي نظام شرط تړلی او موجود نظام کفري نظام بولي، په حقیقت کې دا صرف د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یو د کلمو بازي ده.
په داسې حال کې چې د طالبانو سره خبرې روانې دي ددوي ځینې مهمې غوښتنې ومنل شوې مګر دوی بيا هم د شديدو جګړو له لارې د نورو سيمو د لاندې کولو هڅه کوي، د تاوتریخوالي زياتوالی هغه څه دي چې نړيوال او امريکا مجبور کېږي د طالبانو په وړاندې اقدام وکړي.
تازه د امريکا هوايي ځواکونو په طالبانو هوايي بریدونه ترسره کړي دي، ددې بريدونو دقیق ځای ندی معلوم چې له کوم ځای څخه شوي دي مګر تر ډیره امریکا د عربو د سمندرګي څخه په افغانستان کې بمباري کوي.
امريکا د نړيوالو له فشار سره مخ ده چې د طالبانو په وړاندې ودرېږي، له دې وروسته به ددا ډول بریدونو شمېر زیات شي، ځکه چې طالبان په پرلپسې ډول د تاوتریخوالي په زیاتیدو ټينګار کوي.
په داسې حال کې چې استخباراتي سرچینې وايي چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د روانې مياشتې په لومړيو کې پيل شوي دي مګر د طالبانو په توافق سره دولسوه امريکايي ځواکونه د سفارت د ساتنې لپاره په کابل کې پاتې دي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي د امريکا لپاره دا سخته نده چې د بهر څخه طالبان د هوايي بمباريو له لارې د حکومت د نسکورولو څخه را وګرځوي خو د طالبانو لپاره به موجود فرصت ډېر لرې ولاړ شي.
Comments are closed.