The news is by your side.

د سهيل شاهين تازه څرګندونې او د طالبانو نوی نيت

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی وياند سهيل شاهين د امريکا د سي اېن اېن تلويزيون سره پخپله مرکه کې ويلي دي چې دوی اوس په ډیر غښتلي موقف کې دي که چېرې افغان حکومت ددوی په موقف کې وی نو ددوی په وړاندې به یې د خبرو ور هېڅ نه و پرانيستی مګر دوی په دې حال کې بيا هم د سولې خبرو ته ژمن دي.

شاهين وړاندې پخپله مرکه کې وويل چې دوی د زور له لارې د کابل د اشغال کولو نيولو پلان نلري، غواړي چې د خبرو له لارې مسله حل او د موجود حکومت په ځای يو اسلامي حکومت رامنځته شي چې ټول پکې خپل ځان وويني.

نوموړي زياته کړه چې د دوحې د تړون په بنسټ چې هم امریکا هم ملګرو ملتونو هم افغان حکومت منلی دی بايد يو نوی اسلامي حکومت رامنځته شي، د همدې خبرې لپاره اوس بحثونه روان دي، دده په خبره چې دا ځل په لوړه کچه غونډه ترسره شوه او دوی دا ډول غونډو ته هيله من دي چې دوام وکړي په ستونزو بحث وشي او بلاخره د خبرو له لارې يوې پايلې ته ورسېږي.

شاهين د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه چې بين الافغاني خبرو ته هیله من دي، ده وويل چې په هېواد کې د څلوېښتو کلونو راهیسې جګړه روانه ده او دا طبعي خبره ده چې خبرې او مذاکرات به وخت ونيسي خو دوی هيله لري چې د لوړې سطحې مذاکرات به په خبرو کې د پرمختګ سبب شي.

تازه طالبانو ادعا کړې ده چې د هېواد تر ۹۰ سلنه زياتې سرحدي سیمې پخپل واک کې لري، دوی تر دې وړاندې ويلي و چې د هېواد ۸۵ سلنه خاوره یې پخپل کنټرول کې ده او د حکومت سره صرف نمايشي د ولايتونو محاصره شوي مرکزونه پاتې دي، د امريکا د متحده ايالاتو نوموتي جنرال ميلي مارک هم تېره ورځ وويل چې طالبان د افغانستان د نیمايي ولسواليو څخه زياتې پخپل واک کې لري او د ځینې ولايتونو مرکزونه يې هم کلابند کړي دي.

هخوا افغان حکومت وايي چې طالبان په خبرو کې ناغېړي کوي او هسې وخت ضائع کوي، ولسمشر غني تېره ورځ کومانډو ځواکونو ته په وينا کې وويل چې د طالبانو په وړاندې شديد عمليات پيل کړي او د لاسه ورکړل شوې سیمې بېرته ونیسي.

Comments are closed.