The news is by your side.

کرنیل جاوید او ۶ نور پاکستاني ترهه ګر هلاک شوي

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په لوګر ولایت کې ۳۴ وسلوال طالبان چې پاکستانیان هم پکښي شامل دي وژل شوي دي.

د دې  وزارت ویاند میرویس  ستانګزي ویلي چې یو د پاکستاني پوځ لوړ پوړی افسر کرنیل جاوید او شپږ نور پاکستانيان هلاک شوي دي د هغه په وینا په دې بریدونو کې ۲۸ وسلوال طالبانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ښاغلي ستانګزي وویل چې دا هوايي برید د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون شهر سیمه کې رامنځ ته شوی تراوسه پوري طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

د طالبانو په لیکو کې ان داسې راپورونه هم ورکول شوي چې د پاکستان کومانډو ځواکونه هم د دوی په جامو کې له افغان ځواکونو سره جنګیږي.

که څه نه طالبان او نه پاکستانی دولت دا مني چې د دوی پوځیان دي له طالبانو سره په جګړه کې مرسته کوي خو د جګړې په لیکو کې د پاکستانیانو شتون وژل کیدل تر ټولو لوی ثبوت دی.

کله چې افغانستان کې کومه لویه جګړه رامنځ ته شي او یاهم جګړې زور واخلي نو ورسره سمدلاسه د پاکستاني عسکرو هلاکت هم پیل شي او دا هېواد په بیلابیلو سیمو کې د خپلو عسکرو د هلاکت راپورونه ورکوي.

په لوګر کې دا یوه چوپه پاکستانیان پر داسې مهال وژل کیږي چې تازه دافغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي او همدارنګه چې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې.

که څه هم پاکستان اوس وایي چې دوی نور په افغانستان کې  د جګړې د کوم لوري ملاتړ نکوي خو په پټه له طالبانو سره خپله یارانه ټینګه پالي.

د دې هېواد خبرې او عمل یوه نړۍ فرق لري  ځکه دوی له فشارونو وروسته په خپله خاوره کې د طالبانو د مشرانو او دې ډلې د غړو په وړاندې د عملیاتو کولو خبر ورکړ خو تراوسه پوري يې هیڅ درک نشته څنګه او څه وخت به د طالبانو پر وړاندې عملیات پيل کوي.

پاکستانا څو ځله په خپله اعتراف کړی چې د طالب مشرانو کورونه همدلته دي او همدلته اوسیږي خو دوی پرې هيڅ هم نه شي کولی او له جګړې يې نه شي ایثارولی

Comments are closed.

koi finance