The news is by your side.

روسي ټانکون او پوځيان تر افغان پولي رسیدلي

خبریال ویب پاڼه/ دې ته د نوې جګړپیل وویل شي او که کوم بل څه؟ افغانان په افغانستان کې روانه جګړه هومره لویه نه ګڼي او  نه يې هم ګواښ ګڼي لکه ګاونډیان روسیه او یاهم چیني.

د روسیې دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې دوی د تاجکستان او افغانستان پر ګډه پوله باندې جنګي تجهیزات او پوځي وسایط خای پر ځای کړي دي.

په یوه خپره شوې ویډیو کې  ښکاري چې روسیه د خپلو الوتکو پر مټ د افغانستان تاجګستان ګډې پولې ته خپل تجهیزات انتقالوي او هلته يې ځای پر ځای کوي.

د روسیې اندېښنې

روسیه  وروسته له هغه دا اقدام کوي چې په افغانستان کې تر بل هر وخت حالت خراب شوی او جګړې خپل  اوج ته رسیدلې دوی ویلي  چې په افغانستان د حالاتو خرابیدلو وروسته ښايي یو شمېر جنګیالي منځنۍ اسیا ته ولاړ شي ځکه دوی يې په هکله اندېښنه لري  او خپل پوځیان ځای پر ځای کوي.

روسیې ویلي وو، چې له طالبانو د کوم خطر احساس نه کوي ولې د خپلو ملګرو او متحدینو د ساتنې لپاره هر کار کولو ته تیار دي او دفاع به یې کوي.

روسیه تاجکستان او ازبکستان هېوادونه په ګډه د لویو پوځي تمریناتو تابیا هم لري چې د افغانستان پولې ته نژدې به یې ترسره کړي.

د افغانستان جګړې تر افغانانو زیات نړیوال او ګاونډیان وار خطا کړي دي طالبانو په شمالي ولایتونو کې سختې جګړې کړې او د دې  ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ او سیمې يې تر خپل تسلط لاندې را وستلې او لا يې دوام ورکړی ځکه نو د دې سیمې تر خلکو ګاونډي هېوادونه او روسیه زیاته اندېښنه لري.

کیدلای شي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کچې ډیریدلو سره ډيری هېوادونه پوهیږي چې  د جګړې بڼه اوړلې او  خپل چمتوالی نیسي خو افغانان ځکه ډیر وار خطا نه دي چې ۴۰ کلونه يې په در په دریو او جګړو کې ژوند کړی ځکه نو هومره اندېښنه نلري.

تر روسیې وړاندې  پاکستان هم ویلي چې د ډیورنډ پر تپل شوې کرښې باندې خپل قیودات زیاتوي او افغانانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو دې هېواد دا ونه ویل چې ایا وسلوالو کسانو ته چې افغانستان ته راځي هم اجازه نه ورکوي

Comments are closed.