The news is by your side.

د خبريالانو نيول؛ حکومت پخپله خپله ملا ماتوي

خبريال وېبپاڼه: د خبريالانو نيول؛ حکومت پخپله خپله ملا ماتوي، تېره ورځ د ملت غږ ځایي راډيو چې له کندهاره خپرونې کوي خبر ورکړ چې ددې راډيو څلور خبريالان د ملي امنیت د ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

د ملي امنیت له لوري تراوسه په دې اړوند کوم وضاحت نه دی ورکړل شوی خو ددې راډيو د فېسبوک د صفحې له لوري وروسته يو پيغام خپور شو چې پکې ويل شوي و دغه خبريالان د کابل څخه د ملي امنیت په امر د کندهار د ملي امنیت ځواکونو نيولي دي.

وروسته له هغه چې ګڼو رسنیو خبر ورکړ چې ځینې پاکستانۍ ملېشې د ډيورنډ له فرضي کرښې د سپين بولدک دې خواته د افغانستان خاورې ته رادننه شوي دي د ملت غږ راډيو خبر ورکړ چې ددوی يو خبري ټيم ساحې ته ځي او هلته به د طالبانو څخه د پاکستانيو مليشو د راتګ او وروسره په دې سيمه کې د طالبانو له لوري د ځينو خلکو د وژنې پوښتنه وکړي.

د يادې راډيو خبريالان سيمې ته ولاړ او يوه يوه لنډه لايف مرکه یې هم وړاندې کړه، ددغه راډيو خبريال بسم الله وطندوست وويل چې د ژوندۍ خپرونې ترڅنګ به د يادو موضوعاتو په هکله راپور چمتو او وړاندې کړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې سيمې څخه د بېرته راتګ په مهال دغه خبريالان د ملي امنیت د ځواکونو له لوري ونيول سول.

موخه څه ده؟

د خبريالانو نیول هغه هم د هغه ادعاوو د سپيناوي په هکله چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې ترسره شوې وې، څه ډول پيغام لري؟

په عام ذهنیت کې دا کار په واضح ډول د حکومت له لوري د حقايقو د ښکاره کېدو مخنیوی وبلل شو، دا ډول پېښې په عامو خلکو کې د حکومت په وړاندې بې باوري او شک زیاتوي.

کېدی شي ځينې حکومتي چارواکي په دې پوه شي چې دا کار د ملت او دولت ترمنځ فاصله زياتوي خو شته دي داسې چارواکي چې صرف خپل عمر اوږدوي.

مګر ددوي له لوري د‌ عمر اوږدول په حقيقت کې د افغانستان لپاره ډېرې خطرناکې پايلې درلودلی شي، دا ډول چارواکي صرف د خپلې چوکۍ عمر اوږدوي او د هغه فاجعې په هکله فکر نکوي چې ددې هېواد خلک به ورسره مخ کېږي.

که حکومت د يادو خبريالانو په هکله څه شک او اسناد لري چې د نيولو لپاره یې قانوني لار برابروي نو حداقل يوه خبرپاڼه دې خپره کړي که نه دا ډول کړنې په رسنیزه فضا کې د حکومت په وړاندې صرف منفي جبهه تقويت کوي.

Comments are closed.

koi finance