The news is by your side.

حکومت ته د امریکايي سفیر بیړنۍ سپارښتنه

خبريال وېبپاڼه: حکومت ته د امریکايي سفیر بیړنۍ سپارښتنه،د امریکا د متحده ايالاتو سفير ویلسون وايي چې افغان حکومت باید د امنیتي ځواکونو د ساتنې لپاره يوه ځانګړې ستراتيژي جوړه کړي.

ښاغلي ويسلون په خپلو خبرو کې وويل چې دی د افغان ځواکونو په وړتيا باندې باور لري خو پکار ده چې حکومت په دې حال کې د همدې ځواکونو د خوندي کولو او ورسره خلکو ته د ډاډ ورکولو چې افغان امینتي ځواکونه حکومت او ملت ساتلی شي جوړول پکار دی.

امریکايي سفیر په داسې حال کې د افغان حکومت او پوځي سکتور په رهبرۍ باندې دا غږ کوي چې د هېواد په ډېری برخو کې جګړې د ښارونو مرکزونو ته رسېدلي دي او د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیدې جګړې روانې دي.

دې وړاندې پخپله وينا کې زياته کړه چې افغانستان قوی امنیتي ځواکونه لري او دی په دې باندې ډاډه دی چې دا ځواکونه کولی شي چې د خلکو او حکومت ساتنه وکړي، ښاغلي ویلسون د امريکا د همکارۍ څخه هم ډاډ ورکړ او ویې ويل چې امريکا به د افغان پوځ سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

د بل لوري دننه افغانان په امريکا نيوکه کوي چې صرف د خولې په څرګندونو باندې افغانان غولوي، ډېری افغانان وايی چې همدا اوس امریکايي پوځي او سیاسي چارواکي، پخواني پوځي چارواکي او امريکايي رسنۍ د طالبانو لپاره د تبليغاتو يو طوفان په مخ وړي.

افغانان وايی چې امريکا که کومه ورځ په خوله باندې د افغان حکومت په ګټه کومه څرګندونه وکړي هغه دي خو په حقيقت کې امريکا هره ورځ افغان حکومت سل ځله ځپي او په وړاندې یې شديد منفي تبليغات کوي.

څه موده وړاندې چې په افغانستان کې جګړې زور هم نه و اخيستی، امريکا د واشنګټن څخه په پاکستان غږ وکړ چې خپل سرحد د افغان کډوالو په مخ پرانيزي، امريکا هره شېبه د افغان حکومت او افغانستان د حالت د لا خرابۍ لپاره تبليغات کوي.

ډېری څېړونکي په دې اند دي چې د افغان حکومت د پاشلي حالت او طالبانو د ودې مسول پخپله امریکا ده او امريکا دا هرڅه د يوه پلان له مخې وړي.

Comments are closed.

koi finance