The news is by your side.

امریکا؛ د افغانستان څخه د را ايستل شويو کسانو نیمايي یې ماشومان دي

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د وتلو سره سم د امريکا متحده ايالاتو د هغو افغانانو ایستل په چټک ډول پيل کړل کومو چې ددوی لپاره کار کړی و، تر اوسه پورې د يو لکو زيات افغانان د امريکا له لوري د افغانستان څخه ایستل شوي دي چې ددې جملې څخه ۵۳ زره يې امريکا ته رسیدلي دي او ددې هېواد په بېلابېلو کمپونو او پوځي اډو کې ژوند کوي.

د امريکا ددفاع وزير پرون ددې هېواد د کانګرس د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغانستان څخه په را ايستل شويو کسانو کې نيمايي يې ماشومان دي، ددفاع لويډ اسټین وويل چې په نورو هېوادونو کې د موقت وخت لپاره مېشت شوي افغانان به هم زر امریکا ته را ورسیږي.

د افغانستان څخه د نورو کسانو خروج هم دوام لري، بهرني اتباع، ښځينه فعالانې د ملي سپورټونو د ټیمونو غړي او غړې يو په بل پسی د قطر د هوايي شرکت له لاري د کابل د هوايي څخه انتقال کیژي، تېره ورځ هم د فيفا په همکارۍ د قطر هوايي دشرکت د افغانستان څخه ۵۷ ښځینه لوبغاړې خارج کړې.

د چارو شنونکي وايي چې د افغانستان څخه د زياتو کسانو ايستل د هېواد لپاره ګټې او زيانونه دواړه لري د يوه لوري دا کسان کولي شي د افغانستان د اقتصاد سره مرسته وکړي، ځکه دوی چې امريکا ته ولاړ شي نو د خپلو کورنيو او خپلو خپلوانو سره کوم چې په افغانستان کې دي مالي مرسته کوي او دا مرسته د افغانستان په اقتصاد مثبت تاثير کوي، د بل لوري دا اندیښنه هم شته ده چې په دې خلکو کې ډیری يې داسې خلک دي چې خامخا يو ښه مسلک لري يوه ښه پوهه لور او افغانستان پخپله اړتیا ورته لري ددوی ټولو يا ددوي د يوې لويې برخې دا ډول تګ به په افغانستان کې پخپله مشکلات زيات کړي‌.

د افغانستان نوي حکومت که څه هم بار بار ويلي دي چې دوی د هېواد څخه د متخصصو افرادو د وتلو مخالف دي خو نړيوال بيا په حکومت فشار وروړي او وايي کوم کسان چې د افغانستان وتل غواړي بايد په وړاندې يې هېڅ ډول خنډ رامنځته نشي.

Comments are closed.

koi finance