The news is by your side.

صالح: پاکستاني اشغال په دوه میاشتو کې ۹۰ سلنه افغانان فقيران کړل

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستيال امرالله صالح په دې توانېدلی چې خپل اوږد سکوت مات کړي او يو ځل بيا ګويا شي، نوموړی چې موقعيت يې دقیق مالوم ندی يو ځل بيا په ټولنيزو رسنيو کې فعال شوی دی او نن یې تازه د څو اونیو وروسته يو ټويټ کړی دی‌.

امرالله صالح پخپل لومړي ټويټ کې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې او د تا، لبانو د حکومتولۍ د ناکامۍ په هکله خبرې کړې دي، صالح چې د غني له تېښتې وروسته یې ځان د ولسمشر په صفت اعلان کړ ويلي دي چې د پاکستان له لوري د افغانستان د وده نیمو میاشتو د اشغال پايله د ۹۰ سلنه فقر ريکارډ شو، نوموړي وړاندې په نوي حکومت نیوکه کړې او ويلي يې دي د رسنیو آزادي يې محدوده کړې ده او ښځې د شريعت په نامه ځانته نکاح کوي، صالح وړاندې ليکي چې د دوه نيم مياشتو د اشغال پايله دا شوه چې نن د افغانستان ناخالص توليد دېرش سلنه ټيټ شو او ملک کې سراسر فقر خپور شو.

صالح په پاکستان سخته نیوکه کړې ده او ويلي یې چې افغانستان له هغه زيات لوی دی چې د پاکستان له لوري تېر شي، دا صرف د وخت خبره ده او د پاکستان اشغال ته بايد د پای ټکی کېښودل شي، صالح په داسې ورځ بيا په ټولنيزو رسنیو کې را څرګندېږي چې تر مياشتې ډېر وخت وشو چې غيب و او هېڅ ډول خبر نه ورڅخه اخيستل کېده.

افغانستان ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات سفر د ګنو نیوکو سره مخ دی په ځانګړي ډول د نوي حکومت د ښه راغلاست له مراسمو، هوايي ډګر ته د بهرنیو د وزير متقي ورتګ، د صدراعظم د دوهم مرستيال له لوري ښه راغلاست ته ورتګ هغه څه دي چې ډېری افغانان يې ښه نه بولي.

د بل لوري شنونکي وايي چې د صالح له لوري په نوي حکومت دا پړه اچول اوس هم د خلکو په سترګو کې خاورې شيندل دی، ددې شنونکو په خبره که نن تا، لبان حاکم دي نو سبب یې همدا مفسد حکومت و چې صالح يې لومړی مرستیال و او ددې نظام د فساد زړه و.

Comments are closed.

koi finance