The news is by your side.

يوې نجلۍ په عام بازار کې د زیاتې سودا خرڅولو لپاره نخره کار وکړ

خبريال وېبپاڼه: دوکانداران ددې لپاره چې خپل فروشات زيات کړي بېلابېلو لارو ته مراجعه کوي بېلابېلې پاليسۍ جوړوي، ځينې ساده یو کار کوي هغه دا چې نرخونه تر نورو دوکانونو راټیټوي، ځینې بيا تبلیغات کوي د خپل دوکان يا مارکېټ اعلانونه په انټرنټي وېبپاڼو کې ورکړي يا یې هم چاپوي او په خلکو کې یې وېشي.

مګر په ټايلنډ کې يوې نجلۍ دا ځل څه کړي دي، داسې یوه لاره يې ټاکلې چې خپل خپل فروشات خلاص کړي چې تراوسه پورې بل چا نه وه ټاکلې، د اوليو په نامه دې نجلۍ په داسې یو شکل د خپلو توکو پلورل پيل کړي و چې پوليس مجبور شول مداخله وکړي.

هغه ددې لپاره چې زیات خلک یې سودا اخيستلو ته ورشي داسې جامې په تن کړې وې چې د سینې په برخه کې تقريباً خلاصې وې، ددې کار سره نو نارينه مشتریان صرف ددې لپاره چې ددې نجلۍ نیمه بربنډ بدن وګوري سودا ته ورتلل، نوموړې وايي چې له کله نه يې په دې شکل دوکانداري پيل کړې ده نو د فروشاتو کچه يې دری چنده لوړه شوې‌.

د يادې نجلۍ کار ښه په درز کې روان و تر هغه چې ګاونډيان یې ورڅخه تنګ شول او د نوموړې څخه یې پوليسو ته شکایت وکړ ، د دوشنبې په ورځ پوليس په هغه پسې راغلل او هغه یې ونیوه، د لنډ تحقیق وروسته دا نجلۍ په دې شرط پرېښودل شوه چې نور به دا ډول جامې نه اغوندي، دغه ۲۳ کلنې نجلۍ پوليسو ته ويلي دي چې له دې وروسته به دا ډول جامې نه اغوندي، نوموړې په عين زمان کې نرسه هم ده او دوکانداري هم کوي خو وايي په یوه معاش یې ګوزاره ګرانه ده مجبور ده د څنګ سره يې يو بل کار هم وکړي.

Comments are closed.