The news is by your side.

ننګرهار: تالبان او پاکستاني ځواکونه پر اغزن سیم سره ونښتل

خبریال وېب پاڼه: د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې په لومړي ځل تالب ځواکونو د پاکستان د پولیسو پر وړاندې سخت او جدي اقدام ترسره کړ.

د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي په لومړي ځل یې د تالبانو له خولې مرګ په پاکستان شعارونه واورېدل.

ننګرهار کې د تالبانو د استخباراتو رئیس ډاکټر بشیر وایي، دوی په ګوشتې ولسوالۍ کې له ډیورند فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو اغزن سیم ټول کړ او له ځانه سره یې راوړ.

سرچینه وایي، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل سیمه کې د تېر په څېر اغزن سیم وغزوي، خو دوی د دې کار اجازه ور نکړه.

په هغه وېډیو کې ، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د پاکستاني ځواکونو او تالبانو ترمنځ د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي او په کې دواړه لوري یو بل ته ګواښونه کوي.

عام ولس هم پر خاوره د تالبانو د لومړني ننګ ستاینه کوي.

دوی وايي، که تالبان د پاکستان پر ضد ريښیتنی اقدام وکړي نو دوی به یې هم تر څنګ ودرېږي او که برعکس دوی د پاکستان د غلامۍ ځنځیر په غاړه ګرځوي دوی به یې هېڅ ملاتړ ونکړي.

د یادونې ده، چې کلونه کېږي، پاکستاني ځواکونه د ننګرهار، کونړ سرحدي سیمو راکټي بریدونه کوي او ورځ نه بلې ته یې اغزن سیم را مخته کېږي، خو تر اوسه یې په قاطع ډول چا مخنیوی نه دی کړی.

وبه لیدل شي، چې تالبان څومره په خپل دریځ کلک درېږي او د دې چارې مخه نیسي.

Comments are closed.

koi finance