The news is by your side.

بريتانيا ته د افغانانو د ورتګ بل چانس نوی اعلان وشو

خبریال ويب پاڼه/ بريتانيا هېواد تر دې، هم د افغانانو د ورتګ او هغوی ته د پنا ورکونې برخه کې زيات چانسونه اعلان کړی وو، خو دا ځل يې حيرانوونکی اعلان ته زړه شوی.
تر دې وړاندې د خپلو افغان همکارانو لپاره د پنځلس زره په شاوخواکې جانسونه ورکړي او پنځلس زره افغانانو دې هېواد پنځه وړې او هلته يې ژوند غوره کړی وو.
خو اوس دې هېواد ‌د شل زره نورو افغانانو لپاره هم دا ډول چانسونه اعلان کړه.
د بريتانيا د کورنیو چارو وزارت ويلي چې دا اعلان به ډير ژر وکړي او هغه کسانو ته به ژر ویزې ورکړي چې په افغانستان کې یې د برتانيا له هلو ځلو سره مرسته کړې وي، د ښځو او ولسواکي لپاره يې مبارزه کړې وي او يا هم له لږکيو څخه وي.
برتانيا په دومره لوی شمېر افغانان بیا ور غواړي، جزيات وايي دوی هغه شمېر افغانانو ته چې ژوند يې له خطره سره مخ وي برتانیا ته ورغواړي او هلته ميشت کيدلی شي.
د بريتانيا ترڅنګ، امريکا اسټرالیا او په ټوله هغه هېوادونه چې وګړو سره دلته افغانستان کې افغانانو همکاري کړې وي خپلو هېوادونو ته بيايی.
د دې پروسې اصلي هدف په افغانستان کې هغه وګړي دي چې په دې هېواد کې يې ژوند له خطر سره مخ وي او نور نه شي کولی چې دلته پاتي شي، د تالبانو په راتګ سره له افغانستانه ميليونه کسان د ژوند د خونديتوب لپاره له دې هېواده د تيښتې په حال کې دي او غواړي چې ان يو ثانیه هم دلته تيره نه کړي امريکا د اګست له ۱۵ نېټې څخه را په دې خوا د تخلیې ماموريت پيل کړی او په تدريجي ډول سره يې له دې هېواده تر اوسه لکونه کسان چې افغانان او بهرنيان پکې شامل دي له افغانستانه ايستلي.
اوس هم يو شمېر هېوادونه پر دې کار کوي چې يو شمېر افغانان له افغانستان وباسي او خپلو هېوادونو ته يې ستانه کړي که څه په افغانستان حاکمیت د تالبانو دی خو بيا هم يو شمېر هېوادونه خپل همکاران باسي

Comments are closed.